د پیسو نړیواله بسپنه: روان کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي
![د پیسو نړیواله بسپنه: روان کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي](https://gdb.rferl.org/9862BF03-1E34-4FB6-B400-5A2FB5B7078B_w800_h450.jpg)
د پیسو نړیواله بسپنه اټکل کوي چې د کرونا پرضد واکسیناسیون او د دولتونو له لوري په لویه پیمانه مالي ملاتړ به په بې ساري ډول د نړۍ اقتصادي وده چټکه کړي.
د پیسو نړیوالې بسپنې په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړ، اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې به په نړۍ کې اقتصادي وده ۶ سلنه وي.
دې صندوق په مخکیني اټکل کې چې په جنورۍ کې یې کړی و، اقتصادي وده ۵ اعشاریه ۵ ښوولې وه.
دا له ۱۹۸۰ میلادي کال را په دې خوا د نړۍ تر ټولو لوړه اقتصادي وده ګڼل کېږي.
د پیسو نړیواله بسپنه د راتلونکي ۲۰۲۲ کال لپاره د نړۍ اقتصادي وده ۴ اعشاریه ۴ اټکلوي چې لا هم لوړه ده.