کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د رئيس سفر وځنډېد
![کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د رئيس سفر وځنډېد](https://gdb.rferl.org/EE0323A9-329B-41E6-8B61-24D94B0BFDDD_cx18_cy3_cw78_w800_h450.jpg)
کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د رئيس سفر وځنډېد.
ټاکل شوې وه اسد قیصر د خپل هېواد د ولسي جرګې د شپاړلس کسیز پلاوي په مشرۍ نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) کابل ته راشي.
که څه هم پاکستان تراوسه پورې د اسد قیصر د سفر د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د پاکستاني پلاوي د سپرلۍ الوتکه د افغانستان خاورې ته داخله شوه، خو د امنیتي دلایلو بېرته پاکستان ته ستنه شوه.