جرمني ۲۰ پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل
![جرمني ۲۰ پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل](https://gdb.rferl.org/791A5847-8212-497D-8874-FEF31F0D74D2_w800_h450.jpg)
جرمني پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه) ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.
د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا افغانان پرون چهارشنبه د سهار په ۶ بجو او ۴۰ دقیقو کابل ته ورسېدل.
دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبره له جرمني څخه خپل هېواد ته د ستنول شوېو افغانانو ۳۸ مه جوپه ده.
تراوسه پورې یو زرو ۳۵ تنه هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول شوي چې د جرمني د چارواکو په وینا د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.