د تورخم ښارګوټي له لارې په قاچاقي ډول د پنډو وړل راوړل منع کېږي
![د تورخم ښارګوټي له لارې په قاچاقي ډول د پنډو وړل راوړل منع کېږي](https://gdb.rferl.org/AC473C6B-7CE1-4240-A2C9-28D27A798C04_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
سر له سبا دوشنبه)د وري ۲۳مه) د تورخم ښارګوټي له لارې په قاچاقي ډول د پنډو یا وړو بارونو وړل راوړل منع کېږي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي پرون شنبه (د وري ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه پرېکړه مسافرو ته د اسانتیا برابرولو په هدف شوې ده: "ننګرهار والي د تورخم ښار ګوټي له ځینو مسوولانو او سوداګرو سره د غونډې پر مهال پرېکړه وکړه چې له دوشنبې به د تورخم ښارګوټي له لارې هېڅ ډول ګنډې وړونکي تګ راتګ ونه کړي. هغه کسان چې سرغونه کوي، توکي یې ضبطېږي او قانوني چلند ورسره کېږي."
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل پرون ویلي چې د دې پرېکړې د جدي تطبیق لپاره د تورخم ښاروال، کمېسار، د ګمرک او ملي امنیت مدیرانو ته دنده سپارل شوې ده.