فوټبال؛ ریال مادرېد وتوانېد بارسلونا ته ماتې ورکړي
![فوټبال؛ ریال مادرېد وتوانېد بارسلونا ته ماتې ورکړي](https://gdb.rferl.org/E794A97C-2EC3-4429-8204-3F9FAD36B0D7_w800_h450.jpg)
د نړیوال فوټبال په یوه زړه پورې او جالبې سیالۍ کې ریال مادرېد وتوانېد چې د یو ګول په توپير سره بارسلونا ته ماته ورکړي.
د لالیګا د تېرې شپې په لیګ کې ریال ۲ او بارسلونا یو ګول ترسره کړ.
د ریال لپاره کروس او بنزما او د بارسلونا لپاره مینګویز ګولونه ووهل.
ریال په دې بریا سره له بارسلونا نه په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.