بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو کورنیو لاریون کړی
![بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو کورنیو لاریون کړی](https://gdb.rferl.org/85051162-BF6A-4B6E-8230-4FDA112F4EA2_cx24_cy27_cw50_w800_h450.jpg)
په بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو په لسګونو غړیو د یوه اعتراضیه لاریون په ترڅ کې د خپلو حقوقو او امتیازاتو د اجرا غوښتونکي شول.
دوی چې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) یې د پلخمري په ختیځ کې د کابل لویه لاره د څلورو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، چارواکي تورن کړل چې له برېښنایي تذکرو پرته پر عادي تذکرو ورته خپل میاشتني حقوق نه ورکوي.
د بغلان د شهیدانو او معلولینو د چارو رئیس عبدالصبور صابریار وایي، د نوي طرزالعمل له مخې ټول معلولین او د شهیدانو ورثه باید نوې الکترونیکي تذکرې واخلي او له دې پرته یې میاشتني حقوق نه ورکول کېږي.
د چارواکو په وینا په بغلان کې له ۱۲ زرو زیات د جګړو معلولین او د جګړو ورثه ثبت دي.