د افغانستان ټاکنو کمېسیون نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکاران ګمارلي
![د افغانستان ټاکنو کمېسیون نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکاران ګمارلي](https://gdb.rferl.org/30FFDAFA-BB3A-4330-B2DB-D511785325ED_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ۱۵ نړیوال متخصصین او د ملګرو ملتونو سلاکارانیې ګمارلي دي.
دغه کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې دغه متخصصان به د همدې اپرېل میاشتې تر وروستیو پورې خپلې دندې پيل کړي.
ټاکنو کمیسیون وایي چې دا ژمنه په افغانستان کې د یو.اېن.ډي.پي مشر عبدالله الدرداري ورته کړې ده.
معلومه نهده چې ټاکنو کمېسیون کې اوس دغه ګمارنې په څه هدف کېږي، خو د نړیوالو لهخوا په یوې نوې طرحه کې د افغانستان لپاره د انتقالي ادارې وړاندیز شوی دی.
دغې طرحه کې راغلي چې همدا انتقالي اداره به ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.