د افغانستان ملي روغې جوړې شورا د ترکیې کنفرنس لپاره د سولې طرحه جوړه کړې
![د افغانستان ملي روغې جوړې شورا د ترکیې کنفرنس لپاره د سولې طرحه جوړه کړې](https://gdb.rferl.org/e3898b6e-3cfd-48f3-9157-6494aeb6d245_w800_h450.jpg)
د افغانستان ملي روغې جوړې شورا وايي د بېلابېلو سياسي ګوندونو او حکومت له خوا وړاندې شوو طرحو څخه یې د سولې لپاره يوه طرحه جوړه کړې.
سمدستي اوربند، انتقالي اداره او د جمهوري ارزښتونو خوندي ساتل یې بنیادي برخې جوړوي. د دې شورا مشر ډاکټر عبدالله د اپرېل په ۱۱مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دی د دې طرحې په جوړولو کې د ټولو خواوو له ونډې مننه کوي.
د ملي روغې جوړې د شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته ويلي چې دا طرحه به په ترکیې کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرنس ته وړاندې کوي. "مهم موضوعات یې په افغانستان کې د اوربند تامین، د جګړې ودرېدل، اساسي ارزښتونو او اساسي حقونو موضوعات دي. اساسي قانون تعدیل یا د اساسي قانون ساتل دي. نړیوالې اړیکې او نتقالي دوره ده. د رهبرۍ له لوري پرې لا تر اوسه هم بحث کیږيږ تر هغې وروسته بیا تصویبیږي."
خوځون وویل تمه ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوی له یوې واحدې طرحې سره د ترکیې غونډې ته ولاړ شي. د ترکیې د دې نړیوالې غونډې نېټه تر اوسه نه ده اعلان شوې.
د ترکیې ناستې ته امریکا هم یوه طرحه جوړه کړې چې هم یې له افغان حکومت او هم یې له طالبانو سره شریکه کړې ده. تر اوسه پورې طالبانو نه دې ويلي چې د ترکيې په غونډه کې به برخه واخلي او کنه.
په قطر کې افغان مرکچي او طالب پلاوو ته د ملګرو ملتونو، امریکا او ترکیې له خوا د ګډو اصولو په نوم ۹مادهییز نوملړ سپارل شوی چې د ترکیې له غونډې وړاندې یې په ځینو مهمو برخو هوکړه وکړي.
تلپاتې اوربند، د یوه انتقالي یا لېږدیز حکومت جوړېدل چې بل سولهییز او ټولګډونه حکومت ته زمینه برابره کړي، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په مساویانه ګډون ټینګار او له ګاونډیانو، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې د دې طرحې مهم ټکي دي.