ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې
![ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې](https://gdb.rferl.org/1758a2f0-c5e3-4e84-a271-0eaaaddc8c80_w800_h450.jpg)
پر ایران د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو د بندیزونو له اعلانه څو ساعته وروسته ایران له اروپايي اتحادیې سره خبرې وځنډولې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده پرون وویل چې د اروپايي اتحادیې بندیزونه غندي او هغه بېاعتباره بولي.
ده همداراز وویل چې د اروپايي اتحادیې د اقدام په ځواب کې له دې اتحادیې سره جامع خبرې ځنډوي.
په دې خبرو کې مخدره مواد، ترورېزم او بشري حقونه شامل موضوعات دي.