د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې
![د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سولې خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/496a381b-799c-49e5-99e0-3aa86b7016e0_w800_h450.jpg)
د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلېنکن سرهیې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړې دي.
د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نهده کړې.