بغلان کې د سکرو کان ښویېدو ۵ کارګر مړه کړل
په بغلان کې د سکرو کان د ښویېدو له امله ۵ کارګر مړه شوي دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت نن رسنیو ته وویل، دا پېښه د نهرین ولسوالۍ په کرکر کان کې شوې ده.
بشارت وايي، مرستندویان سیمې ته رسېدلي چې د مړو په راایستلو کې مرسته وکړي.