کریم صادق: د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه له لوبغاړو 'ډالر او موټر' غواړي
د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړي کريم خان صادق تور پورې کړی چې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه په لوبډله کې د ځای کولو په بدل کې له لوبغاړو ډالر او موټر غواړي.
ښاغلي صادق پر خپله فېسبوک پاڼه د بابر اعظم او ويراټ کوهلي عکسونو خپرولو سره لیکلي، د افغانستان کرکټ به هم داسې توپ وهونکي درلودلای، خو د غوراوي کمېټه يې د مخکې تګ مخه نيسي.
نوموړی زیاتوي، لس کاله دمخه موږ هم داسې بېټسمېنان تیارولی شوای، خو هغه څه چې زه یې شاهد یم د غواروي کمېټې غړو له لوبغاړو د دوی د ټاکلو بدل کې موټر او ډالر غوښتل او دا چاره لا هم روانه ده.
کریم خان صادق د پنځوس اوورونو په تېر نړیوال جام هم تبصره کړې او لیکلي یې دي، دا رښتیا خبره ده چې کرکټ د سیاست ښکار شوی.
نوموړي دعوه کړې که ستونزې نه وای، ښايي افغانستان اوس نړیوال جام ګټلی او کرکټ بورډ په مالي لحاظ شتمنه اداره وه.
خو کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، بورډ له تېر یو کال راهیسې د شکایتونو څانګه پرانېستې چې هرڅوک وکولی شي کرکټ بورډ سره خپلې ستونزې شریکې کړې.
ښاغلي هوتک د کریم خان صادق خبرو ته اشاره و نه کړه خو ویې ویل، که څوک کرکټ بورډ کې د فساد په اړه اسناد لري د شکایتو له څانګې سره دې شریک کړي.