رستمي: د غوا او وریو د غوښې کلنۍ تولید یو نیم میلیون ټنو ته ورسېد
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د غوا او پسونو د غوښې کلنۍ تولید کچه څه باندې یو نیم میلیونه مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د غوښې ډېری تولېدونکي او مصرف کوونکي کابل، بلخ، کندهار، هرات، ننګرهار او ځینې نور ولایتونه دي.
دی وايي: "په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د هېواد په کچه د وري، وزې او غواوو یو میلیون او ۵۸۹ زره او ۲۶۹ مټریک ټنه غوښه تولید او مصرف شوي دي."
د ښاغلي رستمي په خبره، د تولید شوېو غوښو له ډلې ۹۱۲ زره او ۳۸۷ مټریک ټنه یې د غوا او ۶۷۶ زره او ۸۸۲ مټریک ټنه نور یې د وزې او وریو غوښې دي.
د کرنې وزارت وايي، دم ګړۍ په ټول هېواد کې د غوښینو غواوو، وریو او وزو دوه زره او ۹۵۰ فارمونه موجود دي چې له دې ډلې یو زرو ۶۲ یې د غوښینو غواوو، ۹۳۲ یې د وریو د پالنې فارمونه او ۹۵۶ یې د وزو د پالنې فارمونه دي.
دا مهال د افغانستان په بازارونو کې د غوا او وریو یو کیلو غوښه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.