د هرات والي: پر ولسي پاڅونوالو او امنیه قوماندانۍ برید شنډ شو
د هرات والي په غوریانو ولسوالۍ کې پر ولسي پاڅونوال او امنیه قوماندانۍ د وسله وال برید د شنډېدو خبر ورکوي.
عبدالوحید قتالي وايي چې طالبانو غوښتل یو موټر بم د غوریان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په څنګ کې د پاڅونوالو په پوسته کې والوزوي.
ښاغلی قتالي زیاتوي چې امنیتي ځواکونو بریدکوونکی هدف ته له رسېدو مخکې تشخیص او په نښه کړ، خو په چاودنه کې دوه ولسۍ پاڅونوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هرات والي وايي له موټر بم چاودنې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ جګړه ونښته چې څو ساعته یې دوام وکړ.
دغه راز د هرات د والي له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲ ملکیانو د ټپي کېدو خبره شوې او ویل شوي چې د هستوګنې څلور کورونه بشپړ ویجاړ شوي او په لسګونو نورو ته زیان رسیدلی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.