نامعلومو وسله والو کابل کې دوه تنه امنیتي منسوبین وژلي
![نامعلومو وسله والو کابل کې دوه تنه امنیتي منسوبین وژلي](https://gdb.rferl.org/5c839e2b-61d7-4cb0-9b73-38247b998e66_w800_h450.jpg)
نامعلومو وسله والو د کابل ښار ۱۲مې ناحیې ته څېرمه دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو وژلي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن سې شنبه (د وري ۳۱مه) اووه او ۴۰ دقیقې د ۱۲مې ناحیې په لومړي بلاک سیمه کې رامنځته شوې ده.
دی وايي پېښه تر څېړنو لاندې ده.
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
دا په داسې حال کې چې د روانې لمریزې میاشتې په ۲۷مه د کابل د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند په یوه امنیتي پوسته کې یو افسر د خپلو دوو همکارانو لهخوا په ډزو ووژل شو.
د وژل شوي افسر حسین علي خپلوان وايي، که څه هم د حسین علي وژونکي نیول شوي، خو اندېښنه لري چې له سزا پرته بېرته ازاد نهشي.