ملي امنیت په تخار کې د انسان تښتونکو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې
د افغانستان ملي امنیت په تخار ولایت کې د انسان تښتونکو د یوې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د انسان تښتونکو دغه شپږ کسیزه ډله د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغه ډلې مشر چې منګل نومېږي، د جنايي جرمونو او تروریستي کړونو په تور زنداني شوی وو، خو څه موده وړاندې د طالبانو د زندانیانو د لېست له مخې ازاد شو.
اعلامیه وايي، نیول شوې ډلې پلان درلود چې په تالقان ښار کې درې ملي سوداګر اختطاف کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.
په اعلامیه کې راغلي دي چې له یادې ډلې سره یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.