د افغان سولې لپاره د استنبول غونډه بیا وځنډېده
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه یوه ټلوېزیوني پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې دا غونډه د دې لپاره وځنډېده چې غونډې ته وخت لږ پاتې دی او یو شمېر برخه والو نه شوای کولی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې دې غونډې ته چمتو شي.