له تحريک لبيک سره تړون د پاکستان حکومت له کومو ننګونو سره مخامخ کړی؟
![له تحريک لبيک سره تړون د پاکستان حکومت له کومو ننګونو سره مخامخ کړی؟](https://gdb.rferl.org/6E63CADA-1AA0-4F44-8205-AB9FCA65A79E_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې د څو ورځو تر مظاهرو او اخ و ډب وروسته د حکومت او تحريک لبيک ترمینځ د اپرېل پر ۲۰مه يو تړون وشو چې له مخې يې حکومت د تحريک لبيک غوښتنې منلې دي. په دې کې یوه هم له پاکستانه د فرانس سفير د اېستلو هم ده. د پاکستان حکومت په دې اړه وار له مخه په قامي اسمبلۍ کې پرېکړه لیک وړاندې کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې موضوع په مختلفو اړخونو بحث شوی دی.