Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان مخامخ خبرو ته راوبلل

0
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني غني په کندهار کې د ولسي خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د لويي جرګې له لارې وسله‌وال طالبان مخامخ خبرو ته راوبلل.


ولسمشر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۲» کندهار ته د یو ورځني سفر پر مهال د ولسي خلکو او قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې لپاره دلایل ختم شوي او طالبان دې د افغان هویت او ارادې په اساس د هېواد په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.


جمهور رئیس وویل، وسله‌وال طالبان دې د لويې جرګې له لارې مخامخ خبرې ورسره وکړي.


ښاغلي غني زیاته کړه: "راشئ لويې جرګې کې سره کېنو، زر نفره راځئ که دوه زره نفره راځئ په سر او سترګو راشئ،کندهار کې کېنئ، هرات کې کېنئ، هلمند کې کېنئ، کابل کې ننګرهار او یا هم خوست کې کېنئ."






جمهور رئیس دغه‌راز ډاډ ورکړ چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دې خلک اندېښنه نه‌کوي.


د جمهور رئیس په خبره که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو د افغان حکومت سره‌یې امنیتي تړونونه د درېیو نورو کلونو لپاره په خپل ځای پاته دي او د افغان ځواکونو په تجهیز او اکمال کې کوم خنډ نه‌رامنځته کېږي.


ښاغلی غني وايي: "هېڅ نوع بدلون زموږ د ویاړلو امنیتي قواوو د پالنې، د تمویل، پیسو او تجهیزاتو په برخه کې نه‌دي راغلي، تړونونه په ځای دي درې کاله نور پاته دي."


په غونډه کې د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل دوی حاضر دي چې د جمهوري ریاست د دورې تر بشپړېدو مخکې ټاکنې وکړي.


د ښاغلي صالح په وینا وسله‌وال طالبان دې په ټاکنو کې له برخې اخیستلو نه‌وېرېږي او د ولسواکۍ له لارې دې واک ترلاسه کړي.




د نوموړي په خبره اوس د رأی ورکولو سیستم کاملاً جوړ او په برېښنايي تذکرو رایه ورکول کېږي.


ښاغلی صالح وايي: "موږ طالبانو ته وایو چې زموږ دوره درې نیم کاله پاته ده، خو موږ حاضر یو چې دغه دوره لنډه کړو او دا قدرت بېرته خلکو ته ورکړو، که خلکو په انتخاباتو کې دا واک تاسو ته درکړ تاسو ته دې مبارک وي."


جمهور رئیس کندهار ته په دغه سفر کې د مهمند په نوم د یوه مجهر خصوصي روغتون پرانیسته هم وکړه.


ښاغلي غني دغه‌راز د ارغنداب د جګړه‌ځپلو خلکو سره د بشري مرستو او د دوی له کلیو څخه د ماینونو د ژر تر ژره پاکولو ژمنه هم وکړه.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وايي، د سولې هڅو د دوام لپاره د دولت او طالبانو له استازو سره خپلې اړیکې جاري ساتي.


یوناما د پنجشنبې په ورځ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، مېرمن لاینز په دوحه کې له افغان لورو سره له څو ورځو مشورو وروسته دغه‌راز ویلي چې د استانبول غونډې ځنډ دواړو لورو ته دا فرصت برابر کړی چې د دوحې په خبرو کې پرمختګ وکړي.




هغې ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې بهیر کې باید هېڅ ډول خنډ رامنځته نه‌شي او ملګري ملتونه په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.


په ورته وخت کې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر مارک ګارنو له خپل افغان ساري محمد حنیف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد یې د سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع د پياوړي کولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي.


مارک ګارنو ټینګار کړی چې کاناډا له هغې سولې ملاتړ کوي چې په‌کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي شي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России