Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل؛ د دوی د ژباړونکو او کارکوونکو اندېښنې

0
یو شمېر هغو افغانانو چې له امریکا سره یې کار کړی د خپل ژوند د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي دوی خپلې اندېښنې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره شریکې کړې.


له ډلې ‎ ۲۳کلن نوید ستانکزي چې امریکايي ځواکونو سره ژباړن و او اوس کابل ښار کې اوسیږي ازادي راډیو ته وویل، په داسې حال کې چې افغانستان کې لا هم جګړه روانه ده او امریکا خپل ځواکونه له دې هېواده باسي خو په خبره یې دغه هېواد د خپلو افغان کار کوونکو راتلونکي ته کوم ځانګړی مېکانیزم لا نه دی جوړ کړی.


ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "دا  چې امریکا له افغانستانه وځي، زموږ اندېښنې ‌‌‌‌‌‌‌ډېرې شوي، موږ د ځان او کورنۍ په اړه اندېښمن یو، دوی له افغانستان خپل د تګ نېټه سېپټمبر میاشت ټاکلې خو لا یې هم خپلو افغان ژباړونکو ته مشخص مېکانیزم نه دی جوړ کړی، د بایډن له حکومته مو غواړو چې د خپل ځواکونو د وتلو پرمهال دې لکه څرنګه چې جرمني اعلان کړی چې خپل ژباړونکي به له ځانونو سره باسي، دوی دې هم زموږ په اړه یوه پرېکړه وکړي او موږ دې یوازې نه پرېږدي ځکه دوی له موږ سره ژمنې کړي."‎




‎نوید ستانکزی وایي، د 'S I V' یا د مهاجرت ځانکړي ویزې پروګرام زیات وخت نیونکی دی او ویزې د ورکړې دا پروګرام د دوی ستونزه نه شي حلولای.


۳۱ کلن نصیرالله ملاخېل بیا د 'SOS International' په نوم یوې امریکایي ادارې سره له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د ژباړن په توګه کار کړی.


‎نصیرالله که څه هم اوس له بلې نړیوالې ادارې 'د حقوقو د پراختيا نړيوال سازمان' سره کار کوي خو له امنیتي پلوه ځان خوندي نه احساسوي.


‎نوموړی کابل ښار کې ژوند کوي وایي، امریکا باید خپلو کار کوونکو ته د ویزې د ورکړې لړۍ ځکه چټکه کړي چې په خبره یې د دوی له ځواکونو د وتلو وروسته دوی د خپل ژوند په اړه ژور اندېښمن دي.


دی وايي: "هغو کسانو چې له امریکا سره په اداري او یا نورو برخو کې کار کړی، باید د ویزو د ورکړې برخه یې چټکه شي، بیوروکراسي په کې زیاته ده، دا باید راکمه شي چې ټول د امریکا له وتلو سره هم مهاله ووځي، ځکه ټول دلته له ګواښ سره مخ دي."




‎د امریکا د ګانګرس ۱۶ غړو هم تازه د دغه هېواد ولسمشر ته په یو استولي لیک کې غوښتنه کړې چې هغو افغانانو ته دې د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړي کومو چې له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا یې له امریکا سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.


‎د کانګرس دغو ۱۶ غړو د امریکا جمهور رییس بایډن ته په ګډ لیک کې لیکلي: "دا چې اوس مهال موږ له افغانستانه خپل د ځواکونو وتل پیلوو، هغه افغانان چې موږ سره یې په ګډه کار کړی، د تېرو وختونو پرتله د طالبانو، داعش او القاعدې په څېر ډلو له لوی خطر سره مخ دي، همدارنګه، ډېری نور افغانان، په ځانګړي توګه مېرمنې دي چې خپل د هېواد د خپلواکۍ لپاره یې کار کړی دی، له همدې خطر سره مخ دي. ‎موږ د سنا مجلس د دوه اړخیز ائتلاف د استازو په توګه تاسو ته لیکو، څو د دې افغانانو لپاره ستاسو ژمنتیا ترلاسه کړو او ستاسو د دې ژمنې په درناوي کې موږ خپل ملاتړ ښیو."


‎د امریکا د کانګرس دغو غړو د هغو افغانانو پر خوندیتوب ټینګار کړی چې د متحده ایالاتو سرتیرو، ډیپلوماتانو، قرارداديانو او دوی د نړیوالو ملګرو سره یې په ګډه کار کاوه.


‎که څه هم د دغو امریکایي سناتورانو ته د امریکا د حکومت له رهبرۍ تردې دمه ځواب نه دی ویل شوی، خو وړاندې افغان حکومت هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په مسوولانه توګه وتلو ټینګار کړی دی.


‎دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوي دي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د مې په لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پیل او د سېپټمبر تر ۱۱مې پای ته ورسېږي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России