په غزني کې د ناوې قطعې قوماندان له دوو نورو ملګرو سره ووژل شو
په غزني کې د ناوې قطعې قوماندان رحمتالله مبارز له دوو نورو ملګرو سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
که څه هم د غزني سیمهییز چارواکي په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامراني د ښاغلي مبارز وژنه تأیید کړه.
ښاغلی کامراني وايي، قوماندان مبارز تېره شپه د غزني دهیک ولسوالۍ ته د جګړې د مهارولو په موخه د مرستندویه ځواک سره تللی وو چې د بېرته راتلو پر وختیې پر ټانک ماین وچاودېد.
ښاغلی کامراني وايي: "ټانک ویجاړ شوی، په نتیجه کې یې دی شهید شو، دوه نور هم ورسره شهیدان دي، دوه نفره ټپیان دي."
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
تر دې یوه ورځ وړاندې د دهیک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد هم له وسلهوالو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی وو.
له څو ورځو راهیسې د غزني په قرهباغ، مقر، اب بند او دهیک ولسوالیو او د غزني د مرکز په ارزو سیمه کې سختې جګړې روانې دي.