ایران: د افغانستان سرحد ته نژدې ۳ تنه وسله وال وژل شوي
د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، د افغانستان سرحد ته نژدې د عملیاتو په ترڅ کې یې درې تنه وسله وال وژلي دي.
تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران د اړوند قدس ځواک له لوري د خپاره شوي بیان په حواله وايي، دا وسله وال په سیستان او بلوچستان ولایت کې چې له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی په یو کمین کې وژل شوي.
خبر زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال له دې ډلې څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
په بیان کې نه دي ویل شوي چې دا وسله وال څوک وو؟