کرکټ بورډ: کابل کې د غازي امان الله خان 'A' لېسټ سیالۍ پیلیږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په پام کې لري چې د غازي امان الله خان 'A' لېسټ سترې سیالۍ د راتلونکې مې میاشتې په ۲۵ مه نېټه په کابل کې پيل کړي.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې دغو سیالیو کې به د ملي لوبغاړو په شتون کې پنځه لوبډلې ګډون وکړي چې د جون میاشتې تر ۱۲مې نېټې به دوام ولري.
ښاغلي هوتک زیاتوي، په یادو لوبو کې د لوبغاړو د ګډون لپاره له لوبغاړو ازموینه اخېستل کېږي او بیا وروسته لوبو کې د ګډون چانس ترلاسه کوي.
دا لوبې داسې مهالې پېلېږي چې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د رمضان کرکټ جام سیالۍ پيل شوې چې اتو لوبډلو په کې ګډون کړی او اوس هم روانې دي.