د هند د کرکټ غورلیګ؛ پنجاب کېنګز لوبډلې ممبي انډینز ته ماته ورکړه
![د هند د کرکټ غورلیګ؛ پنجاب کېنګز لوبډلې ممبي انډینز ته ماته ورکړه](https://gdb.rferl.org/327443cb-a3b7-4f98-a56c-cb11167e31e8_w800_h450.jpg)
د هند د کرکټ غورلیګ 'IPL' سیالیو ۱۷مه لوبه کې پنجاب کېنګز لوبډلې ممبي انډینز ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
له دې سره د پنجاب لوبډلې نومرې څلور شوې او د نومرو په جدول کې له وروستي ځای څخه پنځم ځای ته ولاړه، له دې وړاندې حیدراباد لوبډله په پنځم مقام کې وه.
د ممبي لوبډلې په پنځه لوبو کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي او د نومرو په جدول کې څلورم نمبر ده.
د آی پي اېل اتلسمه لوبه د راجستان او کلکتې ترمنځ نن ماښام شپږ نیمې بجې ترسره کېږي.