خوست کې د ځاځي میدان خلک د داڼیو او سکندرې ترمنځ د سړک جوړېدل غواړي
دوی وايي، دا سړک څو کاله مخکې سروې او ډیزاین شوی او داوطلبي يې هم شوې ده، خو عملي چارې يې نه دي پیل شوي.
د ځاځي میدان اوسیدونکي زیاتوي، دا سړک خوست او پکتیا سره نښلوي او د عمومي سړک په شان له دې سړکه هم د دواړو ولایتونو خلک د تګ راتګ ګټه اخېستلی شي.
نن د شنبې(د غويي ۴مه) په ورځ د ځاځي میدان د سکندرې کلي اوسیدونکی محمد ناصر ناصري ازادي راډیو ته وویل: " د داڼیو دو سرکې څخه د سکندرې تر ژېړې کندې پورې دغه سړک چې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، یو پُل ته هم ضرورت لري، دا سړک خوست هم پکتیا سره نښلوي، ډېر وخت کېږي چې سروې او ډیزاین هم شوی دی او د درېیو کلونو په بودجه کې هم شامل دی، داوطلبي يې هم شوې ده، تر اوسه پورې عملي کار ورباندې شروع نه شو، دولت څخه مو غوښتنه ده چې په دې سړک باندې عملي کار شروع شي او په اساسي ډول جوړ شي."
د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکی وايي، کله چې باران وشي او سیلابونه راووځي، نو د سیلابونو د راوتو په وخت کې د خوست او پکتیا خلک په دې لاره تګ راتګ نه شي کولای او ساعتونه-ساعتونه منتظر پاتېږي.
یو بل سیمه وال قاري حاجي ګل په خپلو خبرو کې هیله وکړه چې حکومت دې یاد سړک په اساسي توګه جوړ او پوخ کړي:" زما عرض دا دی چې دغه سړک دوه ولایتونه خوست او پکتیا سره وصلوي، موږ او د پکتیا خلک دې سړک ته ډېر ضرورت لرو، زموږ مریضان په وخت شفاخانې ته نه رسیږي او په لاره کې مري، که دغه سړک موږ ته جوړ شي، ځکه تیار منظور دي، نو ډېر به ښه وي. "
د یادې سیمې یو تن دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان بیا په خپلو خبرو کې وویل چې دا لاره د کابل د سړک دویمه بدیله لاره ده، که ورغول شي، تر کابله ورڅخه مساپرین استفاده کولای شي.
دی زیاتوي، ټولګټو چارو وزارت، په ملي شورا کې د خوست د خلکو استازو او نورو ادارو په کراتو د دوی د سیمې له اوسیدونکو سره ژمنې کړي، خو عملي شوي نه دي.
ده خبرداری ورکړ، که یاد سړک په اساسي ډول ونه رغول شي، ولسونه به دا سړک وتړي او سوله ییز لاریونونه به پیل کړي.
بل لوري ته د خوست چارواکي وايي چې په یاده پروژه کې تخنیکي ستونزې وې او کله چې تخنیکي ټیم یادې ستونزې هوارې کړي، نو ډېر ژر به يې د رغونې چارې پیل شي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل: "د ځاځي میدان ولسوالۍ د سکندرې کلي سړک چې سروې شوی دی او تدارکات ملي ته تللی وو، ولې یو شمېر تخنیکي ستونزې يې درلودې چې وروسته د ټولګټو چارو محترم وزارت ته لېږل شوی دی، دا مهال تخنیکي ټیم ورباندې کار کوي، څو تخنیکي ستونزې هوارې کړي او انشاالله ډېر ژر به په اساسي توګه باندې د دې سړک د رغونې چارې پیل شي. "
یاده دې وي، ځاځي میدان چې د خوست په شمال ختیځ کې پرته سرحدي ولسوالي ده، د دې ولایت تر ټولو له امن لرونکو سیمو څخه بلل کیږي.
د ځاځي میدان اوسیدونکو تل ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې د کار لپاره مناسب شرایط موجود دي، خو بیا د پام وړ پرمختیايي پروژې په کې نه دي پلي شوي.