لاس انجلس کې د نړۍ غوره فلمونو ته د اُسکار مراسم جوړیږي
![لاس انجلس کې د نړۍ غوره فلمونو ته د اُسکار مراسم جوړیږي](https://gdb.rferl.org/30CA4A8C-2062-47F2-A8EB-0C076F776DC1_w800_h450.jpg)
نن یکشنبه(د غويي ۵مه) د نړۍ غوره فلمونو ته د اُسکار یا اکاډمي اوارډونو مراسم په لاس انجلس کې جوړیږي.
د اسکار مراسم دوه میاشتې ځنډېدلي و.
مراسم به نن شپه په ژوندۍ بڼه په ټلوېزیون خپاره شي، خو داسې صالون ورته انتخاب شوی چې په کې د ټولنیزې فاصلې رعایت ممکن ګڼل شوی.
نن شپه اته فلمونه د غوره فلمونو په کتار کې د اوارډ ګټلو لپاره نوماند شوي چې په کې سونډ اف مېتل، جوداس اېنډ بلک میسایا، دی ترایل اف شیکاګو شامل دي.
په غوره فلمي لوبغاړو کې رېز احمد، ګري اولډمن شامل دي او په نجونو کې بیا ویولا ډېویس، اندرا دې او د وینیسا کربي نومونه هم راغلي.