پکتیکا چارواکي: ماین چاودنې ۳ ملکي وګړي وژلي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، په خېرکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري په ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه د شنبې په ورځ ماسپښین مهال د دې ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په بازار کې هغه مهال وشوه چې د سیمې خلک د وسله والو طالبانو له لوري په ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شول.
د ارین په وینا د پېښې ټپي روغتون ته رسول شوی، خو وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو له مخې یاده پېښه لومړنۍ نه ده، بلکې له دې وړاندې هم په پکتیکا کې د وسله والو طالبانو له لوري خښ شوي ماینونه په عامو خلکو چاودلي چې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښو پړه نه ده منلې.