روسیه کې د کرملېن د سرسخته منتقد د دفتر فعالیتونه ودرول شول
![روسیه کې د کرملېن د سرسخته منتقد د دفتر فعالیتونه ودرول شول](https://gdb.rferl.org/c4702249-bca7-4336-b2d2-7490f0eda89e_w800_h450.jpg)
د کرملېن د سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ د دفتر فعالیتونه د روسیې د یوې محکمې لهخوا ودرول شول.
د ناوالنۍ همکارانو نن تأیید کړه چې د محکمې پرېکړه دوی ته رسېدلې او د الکسي ناوالنۍ د اداري فساد ضد بنسټ افبيکې ټول فعالیتونه ځنډول شوي.
د «FBK» مشر ایوان ژدانوف چې د ناوالنۍ په غیابت کې د دې بنسټ مسؤلیت په غاړه لري نن رسنیو ته په اړه معلومات ورکړي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د مسکو د څارنوال دفتر غواړي د «FBK» بنسټ او دوه نور سازمانونه چې د الکسي ناوالنۍ سره تړاو لري د "افراطیانو" په توګه راجستر کړي.
دغه بنسټونه د روسیې رژیم لهخوا د ازادۍ تر شعار لاندې ټولنیز بېثباتي او سیاسي او ټولنیز ګډوډیو رامنځته کولو په هڅه تورن شوي دي. هغه تور چې د ناوالنۍ او د هغه د ملګرو لهخوا رد شوی.
الکسي ناوالنۍ په خپله په بند کې دی او څو ورځې مخکې د ناسم روغتیايي وضعیت په خاطر د زندان روغتون ته انتقال شوی و.
دی د همدې کال په لومړیو کې له جرمني مسکو ته له ستنېدو سره سم بندي شو.
جرمني ته په کوما حالت کې وړل شوی و ځکه په نوویچوک زهري ګازو مسموم کړای شوی و.