حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ
![حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ](https://gdb.rferl.org/D90E18A5-EB3E-4885-BDF9-1FE28197F70F_w800_h450.jpg)
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي حسين بخش صفري د پولند د ازادو مبارزو له سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ.
حسين بخش صفري د لومړني افغان په توګه د پولند د ازادو مبارزو په سازمان کې غړيتوب ترلاسه کوي.
صفري د دوو کلونو لپاره تړون لاسليک کړى دى او له دې وروسته به د دغه سازمان له لارې لوبېږي.
د پولند د ازادو مبارزو سازمان په اروپا کې د ازادو مبارزو له مشهورو سازمانونو څخه ګڼل کېږي.
حسين بخش صفري د هېواد له تکړه ورزشکارانو څخه دى او د جوجيتسو د څانګو په غوره رده بندۍ کې د دوو پرلهپسې کلونو لپاره د جدول په سر کې يې ځاى نيولى دى.