جلالاباد ښار کې پر یو رنجر موټر چاودنې پنځه تنه ټپیان کړل
په جلالاباد کې چاودنې پنځه تنه ټپیان کړي دي.
چاودنه نن سهار شااوخوا اته بجې د جلالاباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند عبدالوکیل لېسې مخې ته د پولیسو په رنجر موټر باندې شوې ده.
د ننګرهار د سیمهییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې له ځایه روغتون ته پنځه تنه ټپیان وروړل شوي. هغه وایي ټپیان دوه پولیس او درې ملکي وګړي دي.
تر اوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د ننګرهار امنیتي چارواکو هم د یادې چاودنې په اړه جزئیات شریک نهکړل.