په مردان کې ټولبند لګول شوی دی
![په مردان کې ټولبند لګول شوی دی](https://gdb.rferl.org/f8b8ba45-463a-4982-99bf-7da0c636b5f8_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا د مردان انتظامیې د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره په ښار کې ټولبند لګولی دی. د اپرېل له ۲۶مې څخه د خوراک څښاک، دواګانو او ځینو نورو اړینو شیانو پرته، ټول کاروبارونه او سفري خدمات تړل شوي دي. انتظامیه وايي، په مردان کې د کورونا وایرس پېښې خورا زیاتې شوې دي نو کېدای شي چې ټولبند بلې هفتې ته هم وغځوي. د ګل (دوشنبې) پر ورځ پر ټولبند سربېره ځینې دوکانونه پرانیستي ول او خلکو هم لارښوونې نه عملي کولې. خو چارواکي وايي، د سرغړونو په تور یې تر ۱۳۰ زیات کسان ګرفتاره کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.