ننګرهار کې نامعلومو وسله والو تېره شپه ۵ ځوانان په ډزو وژلي
![ننګرهار کې نامعلومو وسله والو تېره شپه ۵ ځوانان په ډزو وژلي](https://gdb.rferl.org/50cf3ce0-560f-4544-92fa-5bad87550080_w800_h450.jpg)
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو تېره شپه ۵ تنه ځوانان په ډزو وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د پېښې د تایید ترڅنګ وایي، تېره شپه نږدې ۱۲ بجې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ په سدې سيمه کې وسله والو د یوه کور مخې ته په دېره کې ناستو کسانو باندې ډزې کړي چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳ ټپيان دي.
د والي امرخېل د معلوماتو له مخې، پېښه د تفسیر په نوم د وسله والو طالبانو د یوه پخواني غړي په دېره کې شوې چې د نوموړي د یوه ورور په ګډون يې ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
والي وایي چې د دوی کشفي او امنیتي ارګانونه د دې پېښې د لامل د څرنګوالي او عاملينو د نيولو په موخه اقدامات پيل کړي دي.
دا پېښه په داسې حال کې ده چې نېږدې دوه اوونۍ وړاندې هم نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند سراچه علي خان سیمه کې په جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې وې او د یوې کورنۍ ۸ غړي یې وژلي وو او دوه نور ټپیان وو.
له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته د ننګرهار ګاونډ لغمان په مرکز مهترلام کې هم پر لمونځ کوونکو برید شوی و چې په کې د یوه قومي مشر په ګډون دوه تنه وژل شوي وو او دوه ټپیان وو.
د دې ټولو پېښو مسؤلیت چا نه دی منلی.