Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2021

د کندهار په ارغنداب کې یو بل ناورین؛ بېرته ستنېدونکې کورنۍ د ماینونو قرباني کېږي

0
د کندهار په ارغنداب کې یو بل ناورین؛ بېرته ستنېدونکې کورنۍ د ماینونو قرباني کېږي

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ، د بېرته ستنېدو پر مهال هره ورځ د خښ شویو ماینونو په چاودنو کې مړه او ټپیان کېږي.

د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته په تېرو ۱۰ ورځو کې ۴۵ مړي او ۵۸ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان او د ارغنداب ولسوالۍ د ماین چاودنو قربانیان دي.

دا کسان په ارغنداب ولسوالۍ کې وروسته تر هغه د ماین چاودنو په بېلابېلو پېښو کې مړه او ټپیان شول چې د جګړو له امله تر څو میاشتو بې‌ځایه کېدو وروسته خپلو کورونو او کليو ته ستانه شول چې لاهم سیمې له ماینونو ډکې دي.

چارواکو د اپرېل په نهمه نېټه اعلان کړه چې ارغنداب ولسوالۍ یې له شاوخوا شپږو میاشتو جګړو وروسته د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې، خو په لارو او کوڅو کې د خښ شويو ماین شنډولو عملیات پیل شوي.

چارواکو هغه مهال له خلکو غوښتي وو ترڅو تر هغو خپلو کورونو او کليو ته ستانه نه‌شي چې سیمې له ماینونو پاکې شوې نه‌وي.

خو د چارواکو د دې غوښتنې سره سره بیا هم ګڼې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې او يا د ستنېدو په حال کې وې چې پر ځینو یې ماینونه چاودېدلي دي.

امیر محمد د تابین د سیمې اوسېدونکی دی چې په ماین چاودنه کې یې یو لاس او دوه پښې پرې شوي او اوس د کندهار په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

امیر محمد زیاتوي: "امنیتي ځواکونو سرای تازه د ماینونو څخه پاک کړی وو، د پوستې لپاره چې پوسته ورته راوړي، کله چې دوی ماینونه ځینې پاک کړل، موږ ورغلو فرش مو په‌کې هوار کړ، دغه وخت ما اودس کاوه چې د دېوال بغل ته جښ شوي ماین راباندې چاودنه وکړه، هو دوه پښې او یو لاس مې پرې شول."

عبدالسمېع بیا د ناګهان د سیمې اوسېدونکی دی چې ۱۸ کلن ورور یې ماین چاودنې ټپي کړی.

هغه وايي د کډوالۍ په ژوند کې له سختو ستونزو سره مخامخ وو او نور صبر یې نه‌کېده، مجبور شول چې خپل کور ته ستانه شي.

دی وايي: "د روژې اوله ورځ وه، مور مې وویل موږ به کډه یوسو او ولاړ به شو کلي ته، ورور مې ولاړ کلي ته د ورځې اووه بجې وې چې د کور څخه راووتئ، یو بل سپین ږیری و ماینونه‌يې راکښل ما ورور ته وویل چې د کور خوا ته ولاړ شه، دی ولاړ بېرته راغلی و ترڅو هغه سپین ژیري ته چاقو ورکړي سپین ږیري چې کله په چاقو سره د ماین لاین پرې کړ دغه وخت ماین چاودنه وکړه هغه شهید شو، دی زخمي شو."

شمس‌الله د منارې سیمې اوسېدونکی دی چې ځوان ورور یې د باغ د اوبو کولو پر مهال د ماین په چاودنه کې ټپي شوی.

شمس‌الله وايي: "موږ خبر شو چې طالبان ولاړل، یو درې څلور ورځې مو نور هم انتظار وکړ او بیا موږ ته حال راغی چې د حکومت له‌خوا لارې پاکې شوې دي، زما ورور چې کور ته ولاړ شپه‌يې وکړه، سهار چې راووتی یوه باغچه‌يې اوبه کړه، د دا بلې باغچې منځ ته چې اوبه ورسېدې، دی چې ورغی د باغچې په منځ کې ماین پروت وو، نو دی پر وخوت پټاو شو بیا يې دا چپه پښه هم ماته شوه او د مخ دا غوښې یې پرې شوې، نو بیا وروسته موږ ته حال راغی په کلي کې موټر هم نه‌و، بیا مو موټر پیدا کړ په هغه کې مو میرویس روغتون ته راوړي."

بل‌خوا د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، افغان ځواکونو په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېرو ۱۲ ورځو په جریان کې شاوخوا پنځه زره خښ شوي ماینونه کشف او خنثی کړي.

د بارکزي په وینا ارغنداب ولسوالۍ لاهم د ماینونو له خطره نه‌ده خوندي شوې.

بارکزی زیاتوي: "زموږ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هر ورځ اخته دي چې د وسله‌والو ترهګرو خښ شوي ماینونه راوباسي، د ۱۲ ورځو په جریان کې د پنځه زره په شاوخوا کې ماینونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا را ایستل شوي او خنثی شوي دي چې دغه تصفیه اوس هم جریان لري، هلته اوس هم ځینې سیمې په ماینونو باندې پوښل شوې دي چې زموږ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه اخته دي څو دغه ماینونه کشف او خنثی کړي."

چارواکي وايي، د ارغنداب په لارو، کوڅو ، باغونو، ځمکو او کورونو کې دغه ډول خښ شوي ماینونه تر ډېره له لویو او کوچنیو بوتلونو او د غوړو له فلزي او پلاستیکي ډبو څخه جوړ شوي دي.

ولسمشر غني کندهار ته د وروستي سفر پر مهال د ارغنداب ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د ماین پاکۍ د یوه ځانګړي ټيم په مرسته به د دې ولسوالۍ ټولې سیمې له ماینونو پاکې کړي.

ویل کېږي چې د ماین پاکۍ دغه ۶۰ کسیزه ټیم چې په بګرام هوايي ډګر کې یې مسلکي روزنه ترلاسه کړې کندهار ته رسېدلې او د پنجشنبې په ورځ به خپل کار پیل کړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Сказка театра Ульгэр в Бурятии «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир волшебства - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети:




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Бесплатный билет в музеи Зеленоградска от «ПАРАDOX» и BelkaCar



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России