سعودي عربستان د سور سمندرګي په ینبع بندر سیمه کې د یوې د حملې مخه ونیوله
![سعودي عربستان د سور سمندرګي په ینبع بندر سیمه کې د یوې د حملې مخه ونیوله](https://gdb.rferl.org/E3744799-3213-48D2-84AA-DD7CEFDE7592_w800_h450.jpg)
سعودي عربستان وايي، د سور سمندرګي په غاړه په ینبع بندر سیمه کې یې د یوې بېړۍ چې له چاودېدونکو موادو ډکه وه او له لیرې کنټرولېده، د حملې مخه نیولې ده.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان دفاع وزارت په یوه بیان کې د دې بېړۍ د مخنیوي او لهمنځه وړلو یادونه کړې، خو نور جزئیاتیې نهدي څرګند کړي.
تر دې وړاندې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان د تېلو په یوه ترمینل کې د دغه هېواد یوه بېړۍ د چاودنې په نتیجه کې زیانمن شوې وه.