په افغانستان کې له ۴۰۸ بهرنيوو داعش بندیانو ۲۹۹ پاکستانيان دي: اين ډي ايس
افغان چارواکيوايي د هغو بهرنيوو داعش غړو په اړه یې د هغوی هېوادونو سره خبرې پېل کړي چې په افغانستان کې بندیان دي.
د افغانستان استخباراتي ادارې، اين ډي ایس مشر احمد ضيا سراج د اپرېل په ۲۷مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوی سره دا مهال ۴۰۸ بهرني داعش وسله وال بنديان دي. د نوموړي په خبره په دوی کې د پاکستان ۲۹۹ وګړي شامل دي.
هغه زیاته کړه: ((د چين، هند، روس او ازبکستان په شمول د ۱۴ هېوادونو وګړي موږ سره بندیان دي. دا ټول د داعش غړي دي چې موږ په بېلابېلو وختونو کې نيولي دي. د بندیانو سره د دوی ۱۷۳ماشومان هم دي. موږ غواړو د دوی هېوادونو سره خبرې وکړو چې په اړه یې یو حل لاره پېدا شي.))
سراج دا ونه ويل چې د دغو هېوادونو سره د دې بندیانو د سپارلو په اړه خبرې کول غواړي او که څنګه؟ خو هغه زیاته کړه چې له دې ثابتیږي چې افغان ځواکونو نه يوازې د افغانستان بلکې د نړۍ د خوندېتوب لپاره کار کوي.
داعش وسله واله ډله په عراق او شام کې په ۲۰۱۴ کال کې منځته راغلې وه خو په ۲۰۱۵ کال کې یې د داعش خراسان دلاندې په افغانستان او پاکستان کې هم فعالیت پېل او حافظ سعيد یې مشر اعلان کړ.
دې ډلې په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې په ننګرهار ولايت کې ډېر قوت پېدا کړ او د هغه ځای په شمول یې په کابل کې هم لوی بریدونه وکړل. د دوی مرکزونه په اچين ولسوالۍ کې وو. خو د افغان ځواکونو په لاس د داعش وسله والې ډلې د مشرانو پرله پسې وژل کېدو، د مرکزونو له منځه تللو او د وسله والو د تسلیمېدو له امله یې زور مات شو.
د پاکستاني بندیانو او کورنيوو د سپارلو لپاره یې د قبايلي ضلعو د قومي مشرانو او ننګرهار د چارواکو ترمنځ جرګې هم شوې وي. د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې هغه مهال د ننګرهار ولايت والي، شاه محمود مياخېل مشال رېډيو ته ويلي وو چې سل بنديکورنۍ یې قومي مشرانو ته سپارلي دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې تړون نشته. تر اوسه د پاکستان حکومت د خپلو وګړو د سپارنې يا هم د بندیانو د تبادلې په اړه څه نه دې ويلي.