امریکا د پیسو مینځلو د یوه وېب سایټ مشکوک چلوونکی نیولی
![امریکا د پیسو مینځلو د یوه وېب سایټ مشکوک چلوونکی نیولی](https://gdb.rferl.org/1AFA868F-02CE-464A-AE3F-AB52899E661C_w800_h450.jpg)
امریکايي چارواکو د مجازي پیسو په وسیله د غیرقانوني پیسو د سپینولو یا د پیسو د مینځلو د یوه وېب سایټ مشکوک چلوونکی نیولی دی.
رومان ستیرلینګوف Roman Sterlingov چې د روسیې او سویډن دوه ګونی تابعیت لري او ظاهرا د بېټکوین فاګ ویبپاڼې چلوونکی دی د پیسو د مینځلو په دریو مواردو کې د لاس لرلو په تور پرون په لاس انجلس کې ونیول شو.
د امریکا د مالي خدماتو ادارې IRS پر سترلینګوف تور پورې کړی چې بېټکوین فاګ ویبپاڼه یې د ډارک ویب یا د غیرقانوني مجازي شبکو د بازارونو له لارې په تېره د مخدرو موادو او نورو غیرقانوني کاروبارونو په وسیله د ترلاسه شویو پیسو د سپینولو یا مینځلو لپاره جوړه کړې ده.