یوه افغان-امریکایي ومنله چې د افغانستان حکومتیې په یوه پروژه کې تېر ایستلی
![یوه افغان-امریکایي ومنله چې د افغانستان حکومتیې په یوه پروژه کې تېر ایستلی](https://gdb.rferl.org/77B7DC4D-A9D6-4159-BF76-A3B9CFE1F8DC_cx11_cy24_cw79_w800_h450.jpg)
په کالیفورنیا کې یوه دېره افغان-امریکایي منلې چې د افغانستان حکومت یې د څه باندې ۱۰۰ ملیونه ډالرو په یوه پروژه کې تېر ایستلی دی.
د امریکا لویې څارنوالۍ پرون په یوه بیان کې وویل چې ۳۸ کلن سیداسماعیل امیري د لاس انجلس په فدرالي محکمه کې خپل جرم ومانه. امیري په اګسټ میاشت کې چې محکمه د دې قضیې په اړه پرېکړه اعلانوي تر ۲۰ کلونو پورې د حبس له سزا سره مخامخ کېدای شي.
چارواکي وايي امیري په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې چې د برېښنا د تولید د پنځو سب سټېشنونو د رغونې قرارداد اعلان شوی و، هڅه وکړه چې خپلې کمپنۍ ته د کار د جعلي سوابقو په جوړولو سره دا قرارداد ترلاسه کړي.
امیري وروسته هغه مهال له دې قرارداد څخه په شا شو چې په کابل کې د امریکا په سفارت کې د قانون د تنفیذ له چارواکو سره مخامخ شو.
د یوه بل خبر له مخې هغه مېرمن چې د امریکا له پوځ سرهیې د قراردادي په توګه کار کاوه، په افغانستان کې د امریکا له پوځي تأسیساتو د غلا په قضیه کې په حبس محکومه شوې ده.
۳۵ کلنه واریتا وي کوینسي په محکمه کې ومنله چې دې او ملګرو یې د څه باندې یو نیم لک ډالرو په ارزښت له دې پوځي اډې څخه د جنراترونو، لاریو او نورو شیانو د ایستلو په دسیسه کې برخه لرله.
نوموړې د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر میاشت کې پر ځینو نورو جرایمو هم اعتراف کړی و او محکمې په ۵۱ میاشتې بند محکومه کړې وه.