بایډن افغانستان کې د " بې پای جګړې " له ختمولو دفاع وکړه
جو بایډن د امریکا د جمهور ریس په توګه د خپل هېواد کانګرس ته په لومړنۍ وینا کې د افغانستان جګړه یو " بې پای جګړه " وبلله او ددې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې له خپلې پرېکړې دفاع وکړه.
بایډن د چارشنبې په ورځ وویل، امریکا د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په وژلو او ددې ترهګرې شبکې په کمزورې کیدو، هغه هدف ته رسیدلې چې لپاره یې افغانستان تللې وه. د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې له افغانستان څخه د راتلونکې سیپټمبر تر یولسمې نېټې خپل پاتې شاو او خوا ۲۵۰۰ سرتیري وباسي. نور په دې راپور کې وګورئ