غزني کې له ۱۲۵ بې ځایه شوېو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
![غزني کې له ۱۲۵ بې ځایه شوېو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه](https://gdb.rferl.org/f27492f9-6671-4efc-88e7-7f1f2a8101f0_w800_h450.jpeg)
په غزني ولایت کې له لسګونو بې ځایه شوېو کورنیو سره مرسته وشوه. د 'ډي.ار.سي' په نوم موسسې له دې کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده نن سې شنبه(د غبرګولي ۱۱مه) رسنیو ته په استولي غږیز پیغام کې ویلي، دا هغه کورنۍ دي چې د غزني ښار ته یې له جګړو پناه راوړې: "۱۲۵ کورنیو ته چې د خواجه عمري او قره باغ ولسوالیو اوسېدونکې دي، هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ د 'ډي.ار.سي' موسسې په مرسته د غزني ولایت د کډوالو چارو ریاست په همغږۍ سره ور ويشل شوي."
په غزني ولایت کې د وروستیو جګړو له امله د قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو ترڅنګ د یو شمېر نورو سیمو خلک بې ځایه شوي دي چې په سخت ستونزمن حالت کې ژوند کوي.