Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

Новости за 02.06.2021

پنټاګون: د ایران ورانکارۍ به د امریکا او اسرائیل د خبرو اجنډا کې شامله وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په سیمه کې د ایران ورانکارۍ به سبا (پنجشنبه) د امریکا او اسرائیل د دفاع وزیرانو د خبرو په اجنډا کې شامله وي.  د پنټاګون ویاند جان کربي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د اسرائیل دفاع وزیر بني ګانتز به په واشنګټن کې د متحده ایالاتو له دفاع وزیر لوید استېن سره د منځني ختیځ د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.  ښاغلي کربي وویل چې دا لومړی ځل نه‌دی چې استېن له ګانتز سره خبرې کوي، تر دې وړاندې روانه اوونۍ هم دوی ټیلیفوني خبرې وکړې.

ناټو: افغان ځواکونه مو تقریبا له هیڅ په پیاوړي ځواک بدل کړل

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتبرګ د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع د وزیرانو له غونډې وروسته وویل، ناټو په دوه لسیزو کې افغان ځواکونه " نږدې له هیڅ " په یو پیاوړي ځواک بدل کړل. ستولتنبرګ وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د ننګونو اټکل کوي او له همدې کبله ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. د ناټو د وزیرانو دا انلاین غونډه د سه شنبې په ورځ وشوه.

د جنبش رستاخېز تغییر د وژل شویو غړو تلین؛ ایزدیار: حکومت پر ژمنو عمل نه‌دی کړی

Pa.azadiradio.com 

د سږ کال د جوزا ۱۲مه په کابل کې د جنبش رستاخېز تغییر د معترضو غړو د وژل کېدو له څلورم تلین سره برابره ده، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یاد غورځنګ غړو په کابل کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اعتراض وکړ، خو دغه اعتراض پر تاوتریخوالي واوښت او په نتیجه کې یې د معترضینو څو کسان ووژل شول. په وژل شویو کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی سالم ایزدیار هم شامل و. د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، حکومت د دغې پېښې د عاملینو د محاکمه کولو پر ژمنو عمل نه‌دی کړی. ده له حکومته وغوښتل چې د... Читать дальше...



د پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو لیدنه؛ د افغانستان سوله مهمه ده

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په اسلام‌اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګريزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان سوله مهمه وبلله.  عمران خان وویل، پاکستان او تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د سولې د ننګونو په اړه ورته نظرونه لري.  عمران خان زیاته کړه، که د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونه‌شوه، د افغانستان له جګړې به هم پاکستان او هم تاجکستان اغېزمن شي.

هلمند کې تاریخي کنډوالې د کډوالو په سرپناه بدلې شوې

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې سلګونه کورنيو بې‌ځایه شويو کډوالو د قلعه کهنه او د بست تاریخي کلا په کنډوالو کې اړولي دي. ځینو له دوی ان د دې تاریخي کلاګانو منځ کې ځان ته د خټو کورونه جوړ کړي. دې کډوالو د جګړو او نا امنیو له کبله له خپلو اصلي سیمو د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه راوړې ده. نور په دې راپور کې.

کابل ښاریان: امنیتي بنسټونه د برېښنا ستنو د نړولو د عاملانو نیولو کې ناتوانه دي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د وارداتي برېښنا د ستنو د ویجاړولو په تړاو د کابل ښاریانو تند انتقادونه! دوی امنیتي بنسټونه د دغو پېښو د عاملانو په نیولو کې په ناغېړۍ او ناتوانۍ تورنوي. وروسته له هغې چې تېره شپه د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا ۱۴مه ستنه ویجاړه شوه، د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې ستنو ویجاړولو او د برېښنا مزو پرې کولو سخت اندېښمن او له ګڼو ستونزو سره‌یې مخ کړي دي. محمد داوود او ذبیح‌الله د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي: "دا څه حال دی، په ژمي کې پرچاوي زیاتېږي، په اوړي... Читать дальше...

د بدلون کاروان به رسي تر منزله: شهاب خټک

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې ايډوکيټ شهاب خټک ميله دي. د شهاب خټک کورنۍ درې نسلونو د پښتنو حقونو لپاره مبارزه کړي. د نوموړي پلار ډاکټر فضل الدين خټک اديب وو او په مترقي سياست يې باور درلود. شهاب خټک هم د خپل پلار پشان مبارزه کوي. نوموړي د پښتون ژغورني غورځنګ قانوني سلاکار دی. شهاب خټک د قانون، نړيوالو اړيکو او پښتو ډګړي هم ترلاسه کړي او په دي وروستيو کې د شاعري کتاب (د بدلون کاروان به رسي تر منزله) هم چاپ شوي دي. شهاب خټک وايي، د پښتنو ځوانانو کې مثبت بدلون راغلي دي او په لاکونو ځوانان پر خپلو حقونو پوه شوي دي. Читать дальше...

د بلاروس یوه سیاسي فعال په محکمه کې خپله مرۍ غوڅه کړه

Pa.azadiradio.com 

یو ۴۱ کلن بلاروسي د جون په لومړۍ نېټه په مېنسک کې د محکمې په جريان کې د خپلې مرۍ د غوڅولو هڅه وکړه. دا کار وروسته له هغې وشو چې د ده په خبره ورته ویل شوي و که ویې نه‌مني چې مجرم دی، نو کورنۍ او ګاونډیانو ته به‌یې ستونزې جوړې شي.



د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون: یوازې تېره میلادي میاشت ۲۸۰ ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په دې هېواد کې د ملکي مرګ‌ژوبلې لړۍ په شدت سره روانه ده او دې موضوع دا کمېسیون تر بل هر وخت زیات اندېښمن کړی دی. د دغه کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح‌الله فرهنګ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۲» ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په مې میاشت کې ۲۸۰ ملکیان وژل شوي. ښاغلی فرهنګ زیاتوي: "له بده مرغه چې د مې په میاشت کې ٨٧ ترورېستي حملو کې ٢٨٠ تنه ملکیان وژل شوي چې ١٨ ښځې او ١٠٩ ماشومان او ٧ تنو هویت مشخص نه‌دی، ۶۳۴ تنه ټپیان دي چې ۹۶ مېرمنې او ٢٤٥ تنه ماشومان... Читать дальше...

قبايلي سيمو په خيبرپښتونخوا کې د شاملېدو درې کاله: ژمنې پوره شوي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان پارلمان د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۱مه نېټه په اساسي قانون کې د ۲۵ ترميم کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا ورګډه کړې وه. د شاملېدو پر مهال د قبايلي سيمو ځینې ګوندونو، مدني فعالانو او مشرانو يې پلوي او ځینو يې مخالفت کاوه. د شاملېدو پر وخت د قبايلي سيمو له اوسېدونکي سره يوشمېر ژمنې شوې وې. اوس چې د سږکال د مې پر ۳۱مه نېټه د انضمام درې کاله پوره شوي نو پوښتنه دا ده چې ایا شوې ژمنې پوره شوې او که څنګه؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې ده.

۴،۴ ریښتر درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول

Pa.azadiradio.com 

یوې زلزلې چې شدت‌یې د ریښتر په حساب ۴،۴ و، د افغانستان یو شمېر شمالي ولایتونه ولړزول. د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز د دې زلزلې چې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه او ۴۰ دقیقې وشوه، مرکز د بلخ ولایت مزار شریف ښار ته نږدې خُلم بللی دی. تر دې وړاندې د اکثرو زلزلو مرکز د بدخشان اشکاشم ښودل شوی. تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه‌دي خپاره شوي.

ننګرهار کې روان کال  ۱۰۲ پروژې پلې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار  ولایت کې روان کال د ۳ میلیارده ۳۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۲ پروژې پلې کېږي. چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت څخه یې د راتلوونکي مالي کال لپاره د ۱۱ میلیارده ۵۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۵۰۴ پروژې وړاندیز کړې، همدا راز روان کال کې  د درې میلیارده ۳۷۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۰۲ پروژې پلې کېږي چې ۶۵ پروژو عملي چارې جریان لري، ۳ پروژې بشپړي شوي او  د پاتې نورو پروژو پروسه په تدارکاتو کې تر کار لاندې ده. د ننګرهار اقتصاد رئیس غلام الله افغانیار دا څرګندونې د ولایت ټولنیزو او... Читать дальше...

سبا د فوټبال افغان لوبډله د بنګله دیش لوبډلې پر وړاندې لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د فوټبال نړیوال جام او د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې په سیالیو کې سبا شپه افغانستان له بنګله دیش سره مخامخ شي. دا سیالي د قطر په مرکز دوحه کې کېږي. که افغانستان سبا بنګله دیش ته ماته ورکړي، نو د دې سیالیو درېیم پړاو ته به لاره ومومي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون سیالۍ لپاره د لوبډلې د پراخه تیارۍ خبر ورکړی دی. له دې وړاندې افغانستان په یوه دوستانه سیالۍ کې له سینګاپور سره لوبه مساوي خو له اندونیزیا يې د يو ګول په توپير ګټلې وه. افغانستان د اسيا جام د ملتونو سیالیو... Читать дальше...

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو لپاره نوي اصول وټاکل

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو جامونو لپاره نوي اصول اعلان کړل. دغه شورا ویلي چې له دې وروسته به د نارینه لوبغاړو شل اوورېزه او یو ورځنیو سیالیو نړیوال جامونه هر دوه کاله وروسته کېږي. د دې نوې پرېکړې پر بنسټ به په شل اوورېزه جام کې شل لوبډلې لوبیږي چې مخکښې اته به یې د سوپر اته پړاو ته لاره پیدا کوي، دا شان به په پنځوس اووریزه جام او د قهرمانۍ جام سیالیو چې چمپین ټرافي هم ورته وایي، د لسو پر ځای ۱۴ لوبډلې لوبیږي چې شپږ مخکښې لوبډلې به یې به سوپر شپږ پړاو ته لاره کوي. د دغه پرېکړې له مخې اوس... Читать дальше...

حشمت الله شهیدي: هڅه کوم راسپارل شوی مسوولیت په سمه ادا کړم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي هڅه به وکړي چې ورسپارل شوی دروند مسوولیت په سمه توګه ادا کړي. ښاغلي شهیدي پر خپله فیسبوک پاڼه د کرکټ بورډ دغه پرېکړې د هرکلي ترڅنګ د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان ستاینه هم کړې ده. حشمت الله شهیدي دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ له لوري په پنځه ورځنیو او یوه ورځنۍ سیالیو کې د افغان لوبډلې مشر وټاکل شو. کرکټ بورډ دغه شان رحمت شاه په دې دوه فارمټونو کې مرستیال لوبډلمشر ټاکلی دی. کرکټ بورډ ویلي چې د نړیوالو ۲۰ اوورېزو لوبو لپاره هم ژر یو کپټان ټاکي چې راشد خان به ورسره مرستیال وي. Читать дальше...

د کرونا وبا چټک خپرېدل؛ "که مرسته و نه کړئ، د یو لوی ناورین شاهدان به یو"

Pa.azadiradio.com 

د کرونا وبا درېیمه څپه ورځ تر بلې افغانستان کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. پر دې ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي، د تېر پرتله زیات د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندېښمن کړی او یو ځل د خلکو له خوا د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو ټينګار کوي. د دې وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح وايي، پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دوی اړ شوي چې تېره شپه کابل کې یو بل روغتون هم پرانېزي. وحید مجروح د خبرداري په ژبه په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي:"که هېوادوال... Читать дальше...

په کابل کې غبرګو چاودنو ۱۰ ملکيان وژلي

Mashaalradio.com 

د جون په لومړۍ نېټه په کابل کې دوو چاودنو لس ملکي وګړي ووژل. دا چاودنې د سپرليوو په ګاډو کې شوې دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې مقناطیسي بمونه ورپورې نښلول شوي وو او که بارود پکې ايښوول شوي. چا یې ذمه واري نه ده منلې او پولیس وايي‌ پلټنې یې پېل کړې دي. بشير ګواښ د اې پي اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.


Музыкальные новости
Тимати

ЮрКисс ответил на слухи о попадании Тимати в черный список из-за отказа петь с ним дуэтом





Rss.plus
#123ru.net

Национальный конгресс по регенеративной медицине впервые пройдет в Санкт-Петербурге: ученые и врачи обсудят достижения и перспективы развития регенеративной биомедицины




Блогеры Влад А4 и Юлия Годунова стали родителями

Школьники Подмосковья могут участвовать в проекте по природоподобным технологиям

На фестивале «Московская весна» на Городецкой улице дети учились основам режиссуры

В ТиНАО создадут новые управы




کوفي: د مذاکراتو پیل لپاره طالبانو ته په تمه یو؛‎ طالبان: وخت یې نه دی کره شوی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي يو شمېر غړي له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره تېره ورځ دوحې ته رسېدلي‌، خو د مذاکراتو د پيلېدو نېټه او ورځ لا نه ده کره شوې. ‎د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوې یوې غړې فوزیې کوفي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په يوه لیکلي پيغام کې ويلي، دوی د مذاکراتو د رسمي پیل لپاره مقابل لوري ته په تمه دي. ‎خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته لیکلي، تر اوسه د مذاکراتو د رسمي پیل وخت نه دی مشخص شوی. ‎د افغانستان د سولې په چارو کې د دوات... Читать дальше...

ځوانان: کندز کې بې ځایه سیالیو او لوړ ولور زیات شمېر ځوانان له واده محروم کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې یو شمېر ځوانان او مدنې فعالان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونۍ د ناوړو دودونو، زیات ولور او بې ځایه سیالیو له کبله له کلونو- کلونو راهیسې کوژدن پاتېږي او خپل ودونه نه شي کولی. د دې ولایت یو اوسېدونکی ۳۵ کلن عبدالقدیر مایار وايي، څلور کاله وړاندې یې کوژده کړې، خو د لوړ ولور له کبله تراوسه نه دی توانېدلی چې خپله ناوې کور ته راولي. دی وايي: "دوه- درې ځلي ایران ته لاړمه، بېرته یې له پولي راستون کړم، همدا سږ بیا ترکیې ته لاړم له ترکیې هم راستون کړم. د خسر کورنۍ... Читать дальше...

د بشري حقونو کمېسیون: تېره میاشت۲۸۰ افغان ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېره میاشت په دې هېواد کې نژدې ۲۸۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.  د دغه کمېسیون د نشراتو رييس ذبیح الله فرهنګ وايي، په وژل شوېو کسانو کې لسګونه ماشومان هم شامل دي. فرهنګ زیاته کړه: "په وژل شوېو کې یوسلو نهه ماشومان دي، خو زموږ باور دا دی چې د وژل شوېو ماشومانو شمېر به تردې ډېر وي. ۶۳۴ نور ملکیان ژوبل شوي دي. نو د دایمي اوربند اعلان به د افغانانو د زړه غوښتنه وي."  ښاغلي فرهنګ ونه ویل چې ډېر ملکیان د افغانستان په کومه سیمه وژل شوي دي؟

د ایران د سمندري ځواک ستره بېړۍ په عمان خلیج کې ډوبه شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سمندري ځواک تر ټولو ستره بېړۍ، نن وروسته له دې چې اور په کې بل شو، په عمان خلیج کې ډوبه شوه.  د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د بېړۍ درسته عمله روغه رمټه ایستل شوې ده.  د ایران دولتي ټلوېزیون وايي چې بېړۍ په خارک بندر کې چې د ایران د تېلو د صادراتو اصلي تمځی ګڼل کېږي، اور ولګېد.  فارس خبري اژانس بیا ویلي چې د بېړۍ د ژغورلو لپاره هلې ځلې ناکامې شوې او بېړۍ ډوبه شوه.  تراوسه په دې بېړۍ کې د اور لګېدو دلیل نه دی څرګند شوی.

جلال اباد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، چاودنه نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه) سهار شااوخوا لس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بارګېنو سیمه کې د درېیمې لوا سره د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» پر ځواکونو شوې چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یوه نظامي په ګډون ۱۰ نور ټپیان دي. بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي چې د پېښې له ځایه ورته د دوو تنو جسدونه او لس ټپیان ور وړل شوي چې ټپیان ټول ملکي وګړي دي. Читать дальше...

د نړۍ څلور لوی سازمانونه د کرونا واکسین وېش کې نابرابري ګواښونکي وبلله

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د څلورو لویو ادارو مشرانو پر نړیوالو رهبرانو غږ کړی، څو د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي او ډاډمننه کړي چې مخ پر ودې هېوادونه د کرونا ضد واکسینونو ته لاسرسی ولري او دا نړیواله وبا کنټرول شي. د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو په یوه شریکه تبصره کې ویلي: "دا اوس بیخي روښانه ده چې د کووېډ-۱۹ له کبله راپورته شوي روغتیايي ناورین د ختمولو پرته، د دې ناروغۍ له اغېزو په پراخه کچه رغېدنه ناممکنه ده." د روغتیا د نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پیسو د نړیوالو صندوق او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان مشرانو... Читать дальше...



Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Влад Топалов

«Я много раз в жизни ходил по краю»: Влад Топалов откровенно высказался в шоу «Человек-невидимка» на ТВ-3




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице


WTA

Ангеліна Калініна поступилася восьмій ракетці світу Саккарі на турнірі WTA 1000 у Римі: результат



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России