د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې په پښین کې د ارواښاد راز محمد راز د اتم تلین، په سوات کې د باچا خان په اړه د مطالعاتي غونډې او په خوست کې د کورونا له وجې د فرهنګي فعالیتونو د ټکني کېدو راپورونه لرو. د غزل مومند یو تازه لیکلي شعر او د رسول حمزه توف د مشهور اثر زماداغستان یوې بلې برخې ته هم په خپرونه کې ځای ورکړل شوی دی.
د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ توپونو ليګ هم پیلېږي.
په دې ليګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او قيس احمد هم درې بېلابېلو لوبډلو اخيستي.
د انګلستان او وېلز کرکټ بورډونو په ۲۰۱۶ کې د ۱۰۰ توپونو په نوم د نویو سیالیو د تأسیس په اړه په دې اړه نظر ورکړی و چې بیا په ۲۰۱۹ کې موافقه وشوه چې دا سیالۍ به د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې ترسره شي، خو تېر کال د کرونا ویروس له امله دا سیالۍ ونهشوې او ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شوې.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د انګلستان کرکټ بورډ وویل چې د جولای په ۲۱مه به دا سیالۍ وشي. Читать дальше...
د باميانو ولايت د بدني روزنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د بايسکل ځغلولو سيالۍ د نا امنیو له وجې وځنډول شوې.
د دې ولايت د بدني روزنې رئيس سيد اسحاق هاشمي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه سيالۍ چې ټاکل شوې وه نن د سولې په نوم پيل شي له کابله د پلاوي د نهرارسيدو له امله وځنډول شوې.
نوموړی وايي، پلاوی په لاره کې د ناامنۍ له وجې خپل راتګ وځنډاوه.
د باميانو د بدني روزنې رياست وايي، دغه سيالۍ به د ۵۰ لوبغاړو چې ۲۰ يې نجونې او ۳۰ هلکان دي په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
د دې لوبو هدف وسلهوالو مخالفینو ته د سولې غږ رسول په ګوته شوي.
په افغانستان کې د جګړې په میدانونو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی او طالبانو ته د امریکايي او ناټو ځواکونو د قوماندان خبرداری.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که طالبان غواړي پر دوی هوايي بریدونه ونهشي، په خبرهیې خپل عملیات باید ودروي.
ښاغلي مېلر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» په کابل کې په یوه غونډه کې د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، لا هم دی له افغان ځواکونو د دفاع واک لري.
ښاغلی مېلر وايي: "د امریکا-طالبانو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې امريکا د سږکال سېټېمبر ۱۱مې پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی په دې هېواد کې د طالبانو حملو زور اخيستی او په تېرو څو اوونيو کې يې په لسګونو ولسوالۍ نيولې دي چې افغان ځواکونو ورڅخه د خينو کنټرول بېرته اخیستی دی.
ملکه رجبووا هغه پيغله ده چې تاجکستان کې د وزلوبې په سیاليو کې ګډون کوي.
دا لومړنۍ تاجکستانۍ پیغله ده چې وزلوبه کوي. ملکه رجبووا وايي، که څه هم د کورنۍ غړو او خپلوانو یې له دې کار سره مخالفت کړی او وزلوبه یې نارينه ورزش بللی خو هغې دوی ته غوږ نه دی نیولی او د خپلې خوښې لوبه تعقیبوي.
پهدې راپور کې د تاجکستان د وزلوبې یوازینۍ ښځېنه ورزشکارې سره اشنا شئ.
په افغانستان کې د جګړو په شدت سره، له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په تړاو د افغان چارواکو د څرګندونو دوام، هغه څه چې هم پاکستان او هم طالبانیې ردوي.
د افغانستان جمهور رئیس د ستراتېژیکو او عامه اړیکو د دفتر مشر وحید عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د جګړې په ډګرونو کې اسناد او شواهد ترلاسه شوي چې پاکستاني پوځیان نېغ په نېغه له طالبانو ملاتړ کوي.
ښاغلي عمر زیاته کړه، هغه پیغامونه چې له پاکستانه راځي په ظاهر کې یو شی، خو د عمل په ډګر کې بل شی وي او د ده په... Читать дальше...
هغې وويل چې د خبریالانو ژوند ته خطرونه موجود دي او کوښښ شوی چې د رښتيا ويلو واک ترې واخیستل شي.
د بلوچستان های کورټ مشر قاضي جمال مندوخېل د حکومت له لوري د عدالتي کمیشن پر ټاکلو تحفظات څرګند کړي او صوبايي حکومت ته یې لیک لېږلی دی.
په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ګڼ راکټونه ویشتل شوي، خو هغوی ته د ځاني زیان نه دی اوښتی.
امریکايي سرتیرو ویلي چې پرهغه ځای یې ځوابي حمله کړي چې راکټونه ورڅخه ویشتل شوي وو.
دا خبرې د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ویاند وېن ماروټو پر ټويټر لیکلي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څارادارې د معلوماتو پر اساس، ایران پلوه ملېشو د سوريې په ختيځ کې د القمر تیلو په ډګر کې د امریکايانو پر اډه ګڼ راکټونه وویشتل.
په دغه ځای کې امریکايي ځواکونه د داعش سخت دريځې ډلې پر وړاندې په جګړه کې د کُردانو په مشري د سوریې ډموکراټ ځواکونو ملاتړ کوي. Читать дальше...
د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند، هغه څه چې یو شمېر خلک یې له ستونزو ډک بولي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم د طالبانو له لوري جګړه تېزه او یو شمېر ولسوالۍ د دغه ډلې لاس ته ورغلې.
که څه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تاکتیکي شاتګ بولي.
خو پوښتنه دا ده چې په هغه ولسوالیو کې چې د طالبانو لاس ته ورغلي د ولسي وګړو ژوند څنګه دی؟
د دغه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو پر خلکو داسې بندیزونه لګولي لکه شل کال وړاندې د دغه ډلې د حاکمیت پرمهال.
دوی د خپل راتلونکي... Читать дальше...
د جون پر ۲۸مه په کراچۍ کې د سیند او بلوچستان د ورکو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د ډاکټر دين محمد بلوچ د لادرکه کولو د ۱۲ کاله پوره کیدو په مناسبت جوړه شوې وه. دوی له حکومت د لادرکه کړل شویو کسانو عدالتونه ته د وړاندې کولو غوښته کوله.
نور حال د نیاز علي په دې ویډیويي راپور کې.
په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه لاهم په تېزې د خپرېدو په حال کې ده او له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مري.
که څه هم د تېرې اوونۍ پرتله د کرونا په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د اټکل پر بنسټ ښایي درې یا څلور اوونۍ نورې هم سختې وي او وروسته کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي.
د دې ورازت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي، د اټکل له مخې ښايي یو څو ورځې نورې هم د مثبتو پېښو د ثبت شاهدان... Читать дальше...
افغان حکومت وايي، اقلیمي بدلون او په ځانګړي ډول وچکالۍ بېوزلي ډېره کړي او د خلکو په ژوند یې بد اغېز کړی دی.
د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په کور دننه نږدې ۵ میلیونه افغانان بېځایه شوي چې د طالبانو لهخوا د جګړې له دوام سربېره یې، بل لامل وچکالي ده.
د ښاغلي صالح دفتر په خپله رسمي فیسبوکپاڼه لیکلي، علمي او عیني څېړنې ښيي چې د افغانستان ۲۵ ولایتونه له ډېرې سختې، سختې او متوسطې وچکالۍ سره مخ دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د وچکالۍ له امله به سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۲،۵ میلیونه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي له امنیت شورا او ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی ثناء بلوڅ د اعلا وزیر جام کمال په مشرۍ حکومت باندې په نیوکو سره وویل چې د اپوزشن په انتخاباتي حلقو کې یې هېڅ پرمختیايي کارونه دي کړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په لغمان ولايت کې ۸۶ جریبه ګڼ (متراکم ) بڼوڼه کېنول شوي دي.
د دې وزارت وياند اکبر رستمي نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ازادي راډيو ته وويل، دا بڼونه د لیمو او خوږو نارنجانو دي چې د لغمان ولايت مرکز مهترلام او د دې ولايت قرغيو ولسوالۍ کې د بڼوالۍ پراختيا او ودې په موخه کېنول شوي دي.
د ښاغلي رستمي په خبره، یاد بڼوڼه ۶۵ بزګرانو ته کېنول شوي او په ټولیزه توګه ۲۰۹ ښځې او ۲۲۵ تنه نارینه ترې ګټه پورته کوي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ګڼو بڼوڼو کېنول له یوې... Читать дальше...
د افغانستان د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، په کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا د بند د سروې چارې عملاً پيل شوې.
د دې ادارې وياند نظام خپلواک نن سې شنبه (د چنګاښ ۸مه) ازادي راډیو ته وویل، د اوبو دا بند د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت، د برښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکو خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پياوړتیا په موخه جوړیږي.
د هغه په خبره، د لوړې بند جوړولو سره په ارغستان ولسوالۍ کې په زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه او په زرګونه کورنۍ په روښانه شي. Читать дальше...
ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون توشېح کړ چې تطبیق یې په روسیه کې د وسلو پر لرلو کنټرول زیاتوي.
د روسیې پارلمان په یوه ښوونځي کې د ډزو له پروسږنې خونړۍ پېښې وروسته دا لایحه تصویب کړه.
د وسلو د نوي قانون له مخې د وسلو د لرلو لپاره قانوني عمر له ۱۸ کلونو څخه ۲۱ کلونو ته لوړ کړ او همدا راز د وسلو د لرلو لپاره یې یو لړ نور محدودیتونو هم وضع کړي.
له دې مخکې یوازې د جدي جرمونو عاملانو ته د وسلې د لرلو اجازه نه ورکول کېده، خو اوس هغه کسان هم په دې ډله کې ور زیات شوي دي چې د مخدرو موادو د کارولو په تور تر تحقیق لاندې یا محکوم شوي وي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن اسراییلو ته ډاډ ورکړی چې ایران به هېڅکله د اټمي وسلې جوړولو ته پرې نه ږدي.
ښاغلي بایډن دا ژمنه پرون د جون په ۲۸ مه د اسراییل له ولسمشر ریو وین ریولین Reuven Rivlin سره چې د کار دوره یې د ختمېدو په حال کې ده، په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه.
په اسراییل کې جمهوري ریاست تر ډېره تشریفاتي مقام دی.
ریولین د دې میاشتې په پیل کې وروسته له دې چې نفتالي بینیت د بنیامین نتانیاهو پرځای د اسراییل نوی صدراعظم شو، له خپل مقامه لېرې کېږي.
بایډن هیله څرګنده کړه چې د اسراییل... Читать дальше...
اصلاح
اصلاح ورځپاڼې ليکلي؛ پاکستان د افغانستان جګړه کې مستقيم ښکېل دی او د دغه هېواد چارواکي د افغانستان پرضد تبلیغاتي جګړه هم پرمخ وړی.
وړاندې راغلي، د پاکستان د دا راز کړنو ډېر پراخ ثبوتونه شته چې پاکستان په ښکاره د طالبانو د جګړې د تجهیز، د ملېشو د روزنې او دغه شان د جګړې د قوماندې ټول واک او اختیار یې په لاس کې اخیستی.
د ليکوال په باور همدا لامل دی چې د پاکستان ملېشې او افسران د طالب جامه کې راځي او د افغانستان پرضد یې جګړه توده کړې ده.
لیکوال لیکي:
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ... Читать дальше...
د سوریې په ختیځ کې پر دېره امریکايي ځواکونو راکټي برید شوی، خو د تلفاتو په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوی.
له دې حملې یوه ورځ مخکې پنټاګون وویل چې د عراق او سوریې ترمنځ پر پوله یې په یوه هوايي برید کې د هغو وسله والو مرکزونه په نښه کړل چې په عراق کې د امریکا پر ګټو حملې کوي.
په دې سیمه کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ویاند وېن ماروتو پر ټویټر لیکلي چې پرون د جون په ۲۸مه نېټه د سوریې په ختیځ کې پر دېره امریکايي ځواکونو د څو توغندیو برید وشو، د نوموړي په وینا تلفات یې نه درلودل. ویاند زیاتوي، په ځواب... Читать дальше...
د کونړ ولایت په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک لا هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوی دی.
ځايي اوسیدونکي وايي، وسله والو طالبانو په کې ماینونه خښ کړي او له غره يې ورته تېږي راغورځولي دي چې له امله یې دوی ته ګڼې ستونزې پیدا کړي.
محمد ابراهیم نورستانی او نور قومي مشران چې د لارې تړل کېدو له امله په مرکز اسعداباد کې بند پاتې وايي، له لسو ورځو زیات کېږي چې وسله والو طالبانو په اسمار او غازي اباد کې عمومي سړک بند کړی.
ښاغلي نورستاني زیاته کړه: "د غازي اباد بېلابېلې لارې... Читать дальше...
افغانستان،یمن، سومالیا، د سوریې او کانګو جمهوریتونه هغه هېوادونه بلل شوي چې په کې تر نورو هېوادونو زیات له ماشومانو سره تاوتریخوالی شوی دی.
دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې یاده شوې چې پرون دوشنبه (د چنګاښ ۷مه) پرې د امنیت شورا غړو بحث وکړ.
په جګړو کې د ماشومانو د وضعیت په اړه دې ځانګړې غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونتي ګوتیرش وویل: "۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۱۹۳۰۰ ماشومانو سره د سخت تاوتریخوالي ۲۴۰۰۰ پېښې د دې منډېټ په ۲۱ برخو یا ډولونو سره شوي. د جګړو او ګډوډیو په وخت د ماشومانو... Читать дальше...
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د برښنا دوه ستنې ړنګې شوي دي.دا خبره د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي بېګا ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل، د چاودنې کومه پېښه نه ده شوې، خو تر څېړنو وروسته به یې علت معلوم شي چې ولې دا پایې ړنګې شوي؟: "د دغو پایو له لارې برښنا میدان وردګ، غزني، لوګر او پکتیا ته لېږدول کېدله. د اوس لپاره په دغو ولایتونو باندې برښنا بنده شوې ده. زموږ تخنیکي ټیم سیمې ته تللی، څو دا پایه بېرته جوړې کړي."
دا وروستۍ څو اوونۍ د پلازمېنې کابل ګڼې سیمې او یو شمېر ولایتونه له برښنا بې برخې دي، ځکه... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России