د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوي ځانګړي استازي ویلي د ټولو په همغږۍ د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي.
ژان ارنولد (Jean Arnault) دا خبرې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره نن په لیدنه کې کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا په اعلامیه کې د ارنولد په حواله زیاته شوې چې د خبرو له لارې د روانې جګړې پای ته رسول د ملګرو ملتونو لهخوا یوازنۍ کارنده لار بلل کېږي او باید ټولې خواوې له جګړو لاس واخلي او سولې ته له رسېدو ملاتړ وکړي.
د ډاکتر عبدالله په حواله لیکل شوي... Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې که څوک د محلي مخورو په نوم طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ منځګړیتوب وکړي وبه نیول شي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین دا خبره په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې. هغه ویلي د دغو کسانو د نیولو امر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوی او تر اوسهیې یو شمېر نیول شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي طالبانو ته د امنیتي پوستو د تسلیمۍ لپاره منځګړیتوب "له دښمن سره مستقیمه همکاري ده."
د کورنیو چارو وزارت داسې وخت دا ګواښ ورکړی چې دا وروستۍ څو اوونۍ د طالبانو... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي که امریکا هم ورته اقدام ته اماده وی، نو مسکو به شکمن سایبر مجرمین ورتسلیم کړي وی.
پوتین دا خبرې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې مخکې په هغه مرکه کې کړي چې نن د روسیې په دولتي ټلوېزیون خپره شوې ده.
پوتین ویلي که مسکو او واشنګټن په دې تړاو موافقې ته رسېدلي وی، نو مسکو د سایبر جرمونو شکمن عاملین امریکا ته سپارل په دې شرط چې امریکا هم ورته کار کړی وی.
تمه ده پوتین او بایډن د جون په ۱۶مه په جنوا کې وګوري. د امریکا او روسیې اړیکې دا وروستي کلونه د روسیې د سایبري حملو په خاطر کړکېچنې شوې دي. Читать дальше...
د افغان فلم رئیسې صحرا کریمي ویلي، د کابل په لوېدیځ کې د پرونیو چاودنو دوه تنه قربانیان د افغان فلم کارکوونکې دي.
نوموړې ازادي راډیو ته ویلي چې طیبه موسوي او فاطمه محمدي په دې وروستیو کې به افغان فلم کې په دنده وګمارل شوې او د افغانستان د افسانو په انیمېشن پروژهیې کار کاوه.
دې دوه نجونو په افغان فلم کې د دندې ترڅنګ د هنر په برخه کې ماسټري هم کوله.
طیبه او فاطمه په هغه تصویر کې چې همکارانو یې له دوی په موبایل اخیستی او دوی په افغان فلم کې د فلمونو د نندارې د تالار سور فرش جارو کوي څو د فلم... Читать дальше...
د بدخشان ولایت یو شمېر مېرمنو د څښاک اوبو او برېښنا نشتوالي په اعتراض کې خپل کالي د کوکچې سیند ته یوړل او هلتهیې ومینځل.
دا اعتراض د فیضاباد د هغه اوسېدونکو په ملاتړ دی چې د والي د دفتر مخې تهیې لاریون په تاوتریخوالي واوښت.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت له شمېرو سره سم، اوسمهال په ټول هېواد کې څه د پاسه ۶۵۰،۰۰۰ کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګېدلي او د دې وړتیا شته چې په ورځني ډول نېږدې ۳۰،۰۰۰ کسانو ته نوی واکسین تطبیق شي.
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې عالي شورا مخکېنی رئیس کریم خلیلي وايي، که چېرې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت سمه استفاده ونهشي، په دغه هېواد کې به د نورو ډېرو کلونو لپاره هم جګړه دوام وکړي.
ښاغلی خلیلي په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي وايي چې د سولې بهیر په پرتله جګړه چټکه روانه ده.
ښاغلي خلیلي د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۳» یوې خبري غونډې ته وویل، د یوې عادلانه سولې لپاره حکومت، طالبان، سیاسي ډلې او بېلابېل قومونه باید دا فرصت له لاسه ورنهکړي.
د... Читать дальше...
په کندهار کې ۹۰۰ کډوالو او داخلي بېځایه شویو مېرمنو ته بېلابېلې حرفوي زدهکړې ورکول شوي.
د کندهار د ښځو چارو ریاست اړوند د حرفوي زدهکړو په دې مرکز کې د ارایشګرۍ، خیاطۍ، کروشنیل او هندارو جوړولو دغه شپږ میاشتني لنډ مهاله کورسونه، د هغه مېرمنو لپاره دي چې تازه هېواد ته له کډوالۍ راستنې شوي او یا هم د کورنیو جګړو له امله بېځایه شوې دي.
د دغه کورسونو دوو ګډونوالو شمسیې او نادیې ازادي رادیو ته وویل چې دوی به د کسبونو تر زده کولو وروسته په خپلو کورونو کې خپل کار پیل کړي.
شمسیه د ارایشګرۍ د کورس ګډونواله ده. Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي که خلک همکاري ونهکړي د کرونا درېیمه څپه لا پسې خطرناکه کېدای شي.
د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن د کرونا د تازه پېښو او په وړاندې یې د اقداماتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
هغه د کرونا په قابو کولو کې د خلکو همکاري ډېر اړینه وبلله.
ښاغلی مجروح وايي: "له بېړني حالته لا نهیو وتلي. متأسفانه وضعیت به لا تر دې هم کړکېچن شي. له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې وقایوي لارښوونو په اړه پام وکړي. لاس وینځلو، ماسک کارولو او ټولنیزې فاصلې په رعایت سره په ټولنه... Читать дальше...
په پکتیا کې یو نوی جوړېدونکی روغتون په بمونو نړول شوی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته وویل چې دغه روغتون تېره شپه وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې په بمونو الوزولی دی.
دی وایي، یاد روغتون د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت جوړېده او چارې یې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دې څرګندونو او تور په اړه څه غبرګون نهدی ښوولی.
د چین په یوه هستوګنه سیمه کې نن د ګازو د پایپلاین چاودنې ۱۲ تنه وژلي او ۳۹ تنه نور یې سخت ټپیان کړي.
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې له پېښې وروسته د هوبې ولایت په شیان ښار کې ۱۵۰ کسان په روغتون کې بستر شوي هم دي.
لا هم د ځینو خلکو د ژغورنې عملیات روان دي.
حکومتي چارواکو ویلي ټپيانو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي، خو د ګازو د پایپ د چاودنې د لامل په اړه څه نهدي ویل شوي.
دا پېښه د چین په شمال ختیځ بندر کې د ۲۰۱۳ کال د بمي چاودنې په څېر وه چې له املهیې د ګازو د ځمکې لاندې نل چاودلی و او ۵۵ کسانیې وژلي وو.
د کوټې ښار اسېسټنټ کمېشنر محمد زوهيب الحق د جون پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل چې د شنبې (خالي) پر ورځ يې په هزاره ټاون کې د نجونو او هلکانو شپږ سکولونه ځکه وتړل چې د ده په وينا، د قانون له مخې له بلوچستان حکومت سره راجسټر نه ول.
وروسته له هغې چې امریکا د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، تاوتریخوالی ډېر او جګړې تېزې شوې، د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې په پرلهپسې ډول ځینې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې.
تازه راپورونه هم دا ښيي چې تېره شپه په فراه ولایت کې د پشترود او جوین او په زابل ولایت کې د ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي، دا تر اوسه د حکومتي سرچینو لهخوا نهدي تأیید شوي.
د يو شمېر هغو ولسواليو اوسېدونکي چې تازه د طالبانو لاس ته ورغلي وايي... Читать дальше...
ورځ تر بلې په افغانستان کې د کرونا وبا د درېیمې څپې ګراف مخ پر لوړ روان دی، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ د مخنیوي په هدف د واکسین ځنډول شوی بهیر بیا پیل کړی.
د دې وزارت سرپرست وحید مجروح نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۳» په کابل کې رسنیو ته وویل، د چین لهخوا مرسته شوی ۷۰۰ زره دوزه واکسین په کابل سربېره، ۱۳ ولایتونو ته استول شوی او تر سبا به ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو ته ورسېږي.
د ښاغلي مجروح په خبره، دا واکسین به ۳۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي، خو هغه کسان چې د هند جوړ شوی واکسینیې اخیستی، په دې ډله کې نهدي. Читать дальше...
افغان فلم خبر ورکوي چې د دې ادارې دوه ښځینه کارکوونکې د کابل په پرونۍ چاودنو کې وژل شوې دي.
د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، نن (یکشنبه ، د جون ۱۳مه) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل له چاودنو یوه ورځ وروسته، د دې ادارې د دوه کارکوونکو مړي په عدلي طب کې د هغوی د کورنیو لهخوا وپېژندل شول.
هغې زیاته کړې طیبه موسوي او فاطمه محمدي، د پرونۍ چاودنې دوه قربانیانې دي چې تازهیې د افغان فلم د انیمېشن او د څېرې د ډيزاین په څانګه کې کار پیل کړی و.
اغلې کريمي زیاته کړه چې وژل شویو کارمندانو یې د افغان ماشومانو په یوې پروژې باندې کار کاوه. Читать дальше...
په کاناډا کې زرګونه خلکو د هغې مسلمانې کورنۍ په ملاتړ لاریون کړی چې د جون پر شپږمه یو ۲۰ کلن ځوان ورباندې ګاډی وخېژاوه او څلور کسان یې ووژل. په هغه حمله کې د کورنۍ یو ماشوم ژوبل شوی هم وو. د کاناډا وزیراعظم دا یو ترهګر برید بللی. د جون پر ۱۱مه لاریون ته د مسلمانانو ترڅنګ نور کاناډایان هم ورغلي ول. ټاکل شوې چې پولیس د برید په تور نیولی کس د جون پر ۱۴مه عدالت ته وړاندې کړي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل د صوبايي اسمبلي له غړي لياقت خټک سره خبرې کړې دي. نوموړی د دفاعي چارو د وفاقي وزير پروېز خټک ورور دی. لیاقت خټک په وروستیو کې په نوښار کې د ضمني انتخاباتو کیمپېن پر مهال پر خپل ورور انتقاد وکړ او ورسره یې اختلافات په ډاګه کړل. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د نړۍ د اوو لویو صنعتونو مشرانو د پرمختیايي هېوادونو لپاره یو تأسیساتي پلان وړاندې کړی چې د چین د نفوذ پر وړاندې یو موټی شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون په ۱۲مه نېټه وویل چې چین په دې هېواد کې د اقلیتونو له حقونو سرغړونه کوي او د نړۍ له ډیموکراسیو یې وغوښتل چې د چین سیالۍ ته دې یو موټی شي.
د نړۍ د اوو اقتصادونو مشرانو په «جي-اووه» غونډه کې د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه په لندن کې په حضوري توګه خبرې وکړې.
دوی ژمنه وکړه چې له پرمختیايي هېوادونو سره به د کرونا ویروس پر ضد واکسین شریک کړي او د... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې تېر یوه شپه ورځ ۱۸۱ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې وسلهوالو طالبانو ته په لغمان، پکتیا، میدان وردک، ارزګان، نیمروز، بادغیس، سرپل او هلمند کې دا مرګژوبله اوښتې ده.
په دوام کې راغلي چې ۱۰۲ طالب وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
طالبانو لا تر اوسه د دې اعلامیې په اړه څه نهدي ویلي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دې یادونه نهده شوې چې افغان پوځیانو ته هم مرګژوبله اوښتې که څنګه.
په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې تل ادعاوې کوي چې مقابل... Читать дальше...
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کرونا ویروس درېیمې او شديدې څپې ته په پامیې د اکسيجن توليدي فابریکو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړې ده.
د دغه شرکت وياند سنګر نیازي نن ازادي راډيو ته وويل چې دوی د استوګنو سیمو د برېښنا یوه برخه هم داکسیجن توليدي فابریکو ته ځانګړې کړې ده.
مخکې تر دې د افغانستان عامې روغتيا وزارت او خلکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېيمې او شدیدې څپې ته په پام د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه.
د افغانستان د بشر حقونو او د رسنيو... Читать дальше...
روسیې د برلین د فلمونو د فیسټیوال ګټونکي فلم د خپرولو ممانعت وکړ او د دې کار دلیلیې په دغه هېواد کې پر بربنډو فلمونو د لګېدلو محدودیتونو ماتول ګڼلي دي.
سږ کال د برلین د فلمونو د فیسټیوال د غوره فلم جایزه (Bad Luck Banging Or Loony Porn) فلم ګټلې ده.
رومانیايي فلم جوړوونکي رادو جود دا فلم جوړ کړی.
د دې طنز ګوټي فلم کیسه په دې څرخي چې د ښوونځي د یوې ښوونکې لهخوا د کوروالي په تړاو د شخصي لارښوونو یوه وېډیو انټرنټ ته وځي. که څه هم د ښوونکې عزت له خطر سره مخ دی او د ښوونځي د شاګردانو کورنۍ پرې... Читать дальше...
د پاکستان په مرکزي او لویو رسنيو (Mainstream Media) لکه ټیليوېژن او لويو ورځپاڼو کې یې په اړه راپورونه نشته.
د جون پر۱۱مه پارلېمان ته د ۲۰۲۱-۲۲ ماليکال د بجټ وړاندې کولو پر مهال د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترين وويل چې حکومت د قبايلي سيمو پرمختګ ته ځانګړی ارزښت ورکوي نو ځکه په دغو پېسو کې ۳۰ اربه د ۱۰ کلن ترقیاتي کار لپاره دي.
په مصر کې واوره نه اوري نو ځکه خلک د مالګې پر ګټانو او کمرونو ښویېږي او تفرېح ته ورځي. د خلکو په وینا، مالګین کمرونه د واورې بدیل په توګه کاروي او له سیله یې خوند اخلي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
شرقالاوسط
شرقالاوسط ورځپاڼې د سعودي عربستان د سترو دیني عالمانو د غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.
په دې لیکنه کې ویل شوي چې د سعودي عربستان سترو دیني عالمانو پر افغان خواوو غږ کړی چې د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
د ورځپاڼې له مخې، دوی په سعودي عربستان کې د اسلامي همکارۍ سازمان تر چتر لاندې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د پرېکړهلیک هرکلی کړی دی.
د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو د پنجشنبې په ورځ په خپله غونډه کې د افغانستان روانه جګړه د مسلمانانو ترمنځ ورور وژنه او ناروا وبلله. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России