د پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو لیدنه؛ د افغانستان سوله مهمه ده
عمران خان وویل، پاکستان او تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د سولې د ننګونو په اړه ورته نظرونه لري.
عمران خان زیاته کړه، که د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونهشوه، د افغانستان له جګړې به هم پاکستان او هم تاجکستان اغېزمن شي.
