Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2021

د نړۍ څلور لوی سازمانونه د کرونا واکسین وېش کې نابرابري ګواښونکي وبلله

0
د نړۍ د څلورو لویو ادارو مشرانو پر نړیوالو رهبرانو غږ کړی، څو د میلیاردونو ډالرو پانګونه وکړي او ډاډمننه کړي چې مخ پر ودې هېوادونه د کرونا ضد واکسینونو ته لاسرسی ولري او دا نړیواله وبا کنټرول شي.


د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو په یوه شریکه تبصره کې ویلي: "دا اوس بیخي روښانه ده چې د کووېډ-۱۹ له کبله راپورته شوي روغتیايي ناورین د ختمولو پرته، د دې ناروغۍ له اغېزو په پراخه کچه رغېدنه ناممکنه ده."


د روغتیا د نړیوال سازمان، نړیوال بانک، د پیسو د نړیوالو صندوق او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان مشرانو زیاته کړې چې د واکسینونو نابرابره وېش میلیونونه وګړي د دې ویروس پر وړاندې زیانمنونکي کوي او دې ته لاره برابروي چې د دې ویروس وژونکي بڼې رامنځ ته شي او بېرته نړۍ کې خپرې شي.




د دې نړیوالو مشرانو په وینا کله چې د ویروس نوې بڼې خپرېږي، ان هغه هېوادونه چې د واکسین پرمختللي پروګرامونه لري اړ کوي چې د عامه روغتیا د خوندیتوب سخت محدودیتونه او پر سفر بندیزونه ولګوي.


دوی زیاته کړې چې روانه نړیواله وبا په اقتصادي پانګو کې بې ثباتي ژوروي چې د ټولو لپاره منفي عواقب لرلی شي.


د نړۍ د دې څلورو لویو سازمانونو مشرانو د سې شنبې (د غبرګولي ۱۱مه) په ورځ یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال همدارنګه د اوو بډایو صنعتي هېوادونو له ډلې وغوښتل چې د پنځوس میلیاردو ډالرو یو پلان تمویل کړي او د کرونا د نړیوالې وبا د پای ته رسولو لپاره بې وزلو هېوادونو کې د دې ویروس پرضد واکسینونو ته لاسرسی ممکن کړي.


د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه د دې میاشتې وروستیو کې په بریتانیا کې جوړیږي.



د روغتیا نړیوال سازمان


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېدروس ادهانوم ګیبریوسس خبریالانو ته وویل، دا مالي تمویل به دوی سره مرسته وکړي چې د کووېډ-۱۹ د تشخیص، درملنې، اکسیجن، طبي وسایلو او واکسینونو د عادلانه وېش په برخه کې په ډراماتیکه توګه خپل تولید زیات کړي.




د روغتیا نړیوال سازمان پرله پسې د بډایو او بې وزلو هېوادونو ترمنځ د کرونا واکسینونو ته په لاس رسي کې د شته نابرابرۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.


د پیسو نړیوال مالي صندوق


د نړیوال مالي صندوق مشرې کریسټالینا ګېورګېوا یادونه وکړه چې د کرونا وبا دا مهال یوازې په نړۍ کې روغتیايي مساله نه ده بلکې اقتصادي مساله هم ده.


نوموړې خبریالانو ته وویل چې د نړیوال مالي صندوق معلومات ښيي چې په نژدې راتلونکې کې د نړیوال تولید د زیاتیدو لپاره د کرونا ضد واکسین تر ټولو مؤثره لاره ده.




نړیوال بانک


د نړیوال بانک رییس ډیوېډ مالپاس په همدې خبري غونډه کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې د امریکا متحده ایالتونو په زیاته اندازه د کویډ-۱۹ واکسین لاتینې امریکا ته برابر کړي. په دې سیمه کې دا مهال د کرونا ویروس په چټکۍ خپریږي.


د روغتیا د نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو لوړپوړي کارپوه مایک ریان وویل، په لاتینه امریکا کې د کرونا وضعیت په ناسم لوري د روانیدو په حال کې دی.


تر دې خبري غونډه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کوسټاریکا ته د سفر پرمهال وویل، هېواد به یې په راتلونکو دوو اونیو کې اعلان کړي چې د کرونا اتیا میلیونه ډوزه واکسین چې امریکا یې په نړیواله کچه ژمنه کړې څنګه پلوري او ویشي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России