ناټو: افغان ځواکونه مو تقریبا له هیڅ په پیاوړي ځواک بدل کړل
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتبرګ د ناټو د بهرنیو چارو او دفاع د وزیرانو له غونډې وروسته وویل، ناټو په دوه لسیزو کې افغان ځواکونه " نږدې له هیڅ " په یو پیاوړي ځواک بدل کړل. ستولتنبرګ وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د ننګونو اټکل کوي او له همدې کبله ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ناټو د وزیرانو دا انلاین غونډه د سه شنبې په ورځ وشوه.