ننګرهار چارواکي: د ګڼ پاکستانیانو په ګډون ۹۲ طالبان وژل شوي
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پچیراګام او هسکه مېنه ولسوالیو کې ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، دا کسان په تېرو دوو ورځو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي:"د ننګرهار ولایت هسکه مېنې ولسوالۍ او پچیراګام ولسوالیو په مربوطاتو کې نن ورځ د هوایي او توپچي بریدونو په پایله کې د ګڼ شمېر پاکستانیانو په ګډون ۹۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي."
طالبانو د ننګرهار د والي د ویاند د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له تېرو څو ورځو راهیسې له هسکه مېنه او پچیراګام ولسوالیو څخه د نښتو راپورونه ورکول کېږي.