د سامبو کورش افغان لوبډله ازبیکستان ته لاړه
د افغانستان د سامبو کورش لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته ولاړه.
د بدني روزنې عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسیايي سیالۍ به د جوزا میاشتې په ۱۳مه نېټه په تاشکند کې جوړې شي چې د ۳۰ اسیايي هېوادونو لوبغاړي به په کې ګډون وکړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې په افغان لوبډله کې به ۴ لوبغاړي، دوه لوبڅاران او ۳ داوران په دغو سیالیو کې ګډوه وکړي.
ویل کېږي چې له سیالۍ وړاندې به، له سیالیو سربېره به د دوارۍ او لوبڅارنې سیمنارونه هم جوړ شي.