اردوغان: ترکیې په تور سمندرګي کې طبیعي ګاز کشف کړي
![اردوغان: ترکیې په تور سمندرګي کې طبیعي ګاز کشف کړي](https://gdb.rferl.org/ee040f83-0277-4bce-8e1c-ade85bfea134_w800_h450.jpg)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هېواد یې په تور سمندرګي کې یو سل او پنځه دېرش میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز کشف کړی دی.
اردوغان پرون جمعه(د غبرګولي ۱۴مه) وویل چې د ساکاریا په سیمه کې د دې ګازو له کشف سره په سیمه کې د ترکیې د ګازو کچه پنځه سوه څلوېښت میلیارډه متر مکعبو ته ورسېده. د ترکیې ولسمشر تمه ښکاره کړه چې په تور سمندرګي کې ښایي نور ګاز هم کشف شي.
ترکیې پروسږکال د ساکاریا په سیمه کې څلور سوه پنځه میلیارډه متر مکعب طبیعي ګاز کشف کړی و.