اروپايي ټولنې پر خپل قلمرو د بلاوس هوايي شرکتونو الوتنې منع کړې
درېیو ډیپلوماتانو ویلي، له دې سره د اروپايي ټولنې په هوايي ډګرونو کې د دغو هوايي شرکتونو د الوتنو کېناستل هم منع کېږي.
د بلاروس په وړاندې دغه مجازاتوونکی اقدام وروسته تر دې کېږي چې مېنسک د مې میاشتې پر ۲۳مه د راین ایر هوايي شرکت یوه الوتکه جبري ناستې ته مجبوره کړه.
په الوتکه کې د رامان پراتاسیویچ په نوم د اپوزېسیون خبریال هم و چې له ملګرې سرهیې یوځای ونیول شو.