منظور احمد پښتین او ورسره نیول شوي کسان 'خوشې' شول
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) یوه فعال سید عالم محسود وايي، د دغه غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او ورسره نیول شوي کسان خوشې شول.
د غورځنګ غړي وايي، منظور احمد پښتین چې کله نن وختي د جانيخېلو پرلت ته روان و، په کوهاټ کې پولیسو د غورځنګ له نورو غړو سره یوځای ونیوه.
تر دې وړاندې منظور احمد پښتین د تېر میلادي کال د جنورۍ پر ۲۷مه د پېښور په تهکال کې له خپلو شپږو ملګرو سره پوليسو نیولی و.
خو د ډېره اسماعيل خان يوې محکمې د تېر کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه نوموړی د خیانت له توره سپین اعلان کړی و.